خېبرپښتونخوا کښې دپوليو دوه نوي کيسونه مخې ته راغلل

په خېبرپښتونخوا کښې دپوليو دوه نوي کيسونه مخې ته راغلي دي، روان کال په ملک کښې په مجموعي توګه دپوليو کيسونو شمير ١٠و ته رسيدلے دے.
دپوليو پروګرام ويب سائټ باندې دورکړے شوو تفصيلاتو ترمخه دپوليو خاتمې لپاره دقومي صحت اداره کښې علاقائي ريفرنس ليبارټرۍ دخېبرپښتونخوا په ضلع لکي مروت او ضلع بنو کښې وائيلډ پوليو وائرس ددوه نوو کيسونو تصيدق کړے دے.
ددې کيسونو سره سږکال په ملک کښې په مجموعي توګه دپوليو کيسونو شمير ١٠و ته رسيدلے دے چې پکښې دپينځوو تعلق خېبرپښتونخوا، دڅلورو دسندهـ اؤ ديو دپنجاب سره دے.
What's Your Reaction?






