په کوهاټ او هنګو کښې پۀ سلګونو افغان کډوال پوليسو ونيول

Mar 1, 2026 - 16:58
 0  12
په کوهاټ او هنګو کښې  پۀ سلګونو افغان کډوال پوليسو ونيول

کوهاټ ( نعمت الله خان) د کوهاټ او هنګو  ضلعو  کښې پوليسو د افغان کډوالو د نيول عمليات پيل کړي دي.

د سرچينو له مخې په تېرو  څو ورځو کښې په دواړه  ضلعو کښې ګڼ شمېر افغان کډوالو نيول شوي او له هېواد د شړلو تيارۍ ئې روانې دي.

په کوهاټ يو افغان کډوال چې نوم د ښودلو په شرط وحدت نيوز ته وويل چې افغان کډوال نۀ شي کولے ښار ته لاړ شي ځکه د پوليسو لخوا په پوستو نيول کېږي او سملاسي يې بيا توقيف کوي‌

په هنګو  ضلعه کښې هم پوليسو لخوا د افغان کډوالو نيولو لړۍ چټکه شوې او ګڼ شمېر افغانان د ښار او خوا و شا له پنډ غاليو څخه نيول شوي او توقيف  شويدي.

د افغان کډوالو دريځ دے  چې په دغه يادو  ضلعو کښې مېشت افغان کډوال د کډوالۍ ثبت کارتونه لري او په دغه رمضان مياشت کښې بايد چې ورسره نرمي وکړے شي او پس له رمضان مياشتې دوي چمتووالے نيولے چې نور خپل هېواد ته لاړ شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي