زغم او برداشت ولې نشته

ليک..ايمان حسېن کاينات
مشرانو څه ښه وئيلي دي چې صبر د سپي را. زور د زمري را. اوس چې مونږ د سپي صبر ته ګورو نو ورسره دا هم وئيلې شي چې جنګ د سپو کار دے او چې د زور خبره راشي نو زمرے چې زور کوي نو ځناور او انسانان ماتوي خو صبر او زور چې يو ځاے په انسان کښي راشي نو جنګ ختم شي مړانه بهادري سيوا شي.
دا خبره مې د روژې د جنګونو د قتلونو او بې صبرۍ پورې وکړه هره ورځ د قتلونو خبرونه راځي د خودکش حملو سره د جوماتونو دننه د مذهبي مشرانو سره نور مونځ ګذار شهيدان کيږي او داسې واقعات مخې ته راځي چې بنده حېران شي او سوال راپېدا شي چې په روژه کښې دا قتلونه ولې کيږي،دا زغم او برداشت ولې ختم شو
روژه خو مونږ ته د صبر ، رورولۍ درس راکوي د حقوق العباد سبق راکوي که په عام ژوند عامو ورځو کښې داسې غېر انساني غېر اخلاقي واقعات کيږي نو هر څوک دا وائي چې خرابه زمانه ده خلق خراب دي امن و امان مسله ده وغېره وغېره.خو چې په روژه مبارکه کښې لارې کوڅې بازارونه جوماتونه مدرسې هم محفوظې نه وي او د قتلونو غوندې ناروا واردات کيږي نو دا سوال نور ډېر شدت سره راپورته شي چې په روژه کښې داسې ولې کيږي.دا داسې سوال دے چې جواب ئې هم خپله مونږ سره دے. خو مونږ هغه جواب نه کوو چې په مونږ باندې الزام راځي چې انسان مسلمان او بيا پښتانه دومره خراب ذهنيت ولې ولري. داسې واقعات په نورو ورځو کښې هم کيږي د روژې نه بغېر هم قتلونه وي غېر انساني واردات وي خو په روژه کښې ورته خلق په شدت سره ځکه متوجه شي چې روژه مونږ ته اخلاقياتو ،صبر، زغم او برداشت درس راکوي د حقوق العباد سبق راکوي او بيا دا راته ښائي چې مونږ مسلمانان د يو بل څنګه خيال وساتو.خو د بد قسمتۍ خبره داده چې زمونږ برداشت په روژه کښې هم کار ونکړي او مونږ جنګونه قتلونه وکړو خپل کور هم وران کړو د نورو کورونه هم تباه کړو او د جرمونو يوه سلسله جوړه کړو.
مونږ چې د روژې د قتلونو شمېره راواخلو نو د نورو قومونو خلق وائي چې په پښتونخوا کښې زيات قتلونه وشول دا ځل پکښې د ځان مرګي بريدونو، قتلونو، جنګونو،جرمونو شرح د پاکستان د نورو برخو نه زياته ده او ټول زمونږ متعلق دا وائي چې پښتانه جنګيالي دي. اوس خو ورسره د دهشت ګردۍ الزام هم دے. او چې هر ځاے واردات وشي نو پښتنو سره ئې يادوي دا زمونږ دپاره د شرم خبره ده .
هسې خو پنجابيان روژه هم پښتنو سره داسې لازم ملزوم يادوي دا وائي چې رمضان جانے ،پټهان جانے. د دې نه اندازه لګي چې پښتانه څومره کلک مسلمانان دي خو بيا په ځان کښې د مسلمانانو خاصيت هم پيدا کول پکار دي چې مونږ صبر زغم برداشت هم پېدا کړو. چې زمونږ په حقله د نورو قومونو دا خبره غلطه ثابته شي چې پښتانه جنګيالي دي قتلونه کوي دهشت ګرد دي زمونږ سره ډېر خاصيتونه شته چې نورو قومونو سره نشته خو که صبر برداشت زغم مونږ کښې پېدا شو نو بيا به د روژې نه علاوه په نورو ورځو کښې هم خلق حېران شي چې پښتانه څومره ښکلي دي. د روژې د مياشتې ټول واردات واقعات ميډيا زيات خپروي ځکه چې د دې تعلق پښتونخوا سره دے دلته يو فکر راپېدا شي چې ميډيا د پښتونخوا د امن سوال ولې نه راپورته کوي دا تبصره ولې نه کوي چې د پښتنو جوماتونه په روژه کښې هم معاف نه دي. که ميډيا دا کار نه کوي نو پکار دي چې پښتانه پخپله دا بې صبري ،جنګ، او غېر برداشت خرابي کمزورۍ ختمې کړي بيا به څوک پښتنو ته ګوته نه نيسي.
اوس چې مونږ د روژې د نيمې نه اوړيدلي يو او د اختر اثار ښکاري نو بياهم ورسره ويره زياتيږي چې خداے دې نه کړي نور په جنګونو اوړو. او دا زبرګې ورځې شپې سپېرې نه شي.
د روژې مبارکې د جنګونو قتلونو او دهماکو شاته به خپل خپل عوامل موجود وي خو د دې په شا زمونږ ذهني تنګسيا.د رزق تنګسيا ، غربت ، بې روزګاري داسې بد بختۍ دي چې زمونږ ځوانان او د هر عمر سړي ئې په جنګونو قتلونو اخته کړي دي او د دهشت ګردۍ آلات ئې ترې هم جوړ کړي دي.په دغه ټولو بد بختو مونږ خويندې ميندې تورسرې ژاړو. که زمونږ وروڼو دا زغم وکړو نو مونږ تورسرې خويندې او سپين سرې ميندې به داسې په سرو سترګو نه ژاړو صبر زغم برداشت په غصه قابو موندل خو د ټولو نه لوے غېرت دے. زمونږ غېرتيانو وروڼو دا غېرت زمونږ دپاره وکړئ ځکه چې پښتانه خو په تورسرو ډېر ننګ غېرت کوي.
What's Your Reaction?






