کوهاټ کې د ښځينه ډاکټرې وژل کېدو خلاف د ډاکټرانو کاربنديز دوام لري

Feb 25, 2026 - 13:52
Feb 25, 2026 - 13:52
 0  5
کوهاټ کې د ښځينه ډاکټرې وژل کېدو خلاف د ډاکټرانو کاربنديز دوام لري

کوهاټ ( نعمت الله خان ) پۀ کوهاټ کې د ښځينه ډاکټرې د وژل کېدو خلاف د ډاکټرانو کاربنديز لا هم دوام لري

  د کوهاټ ډويژنل روغتون  کې د مهوېش په نوم د مېرمنو ناروغيو  ډاکټره هغه مهال د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شوه کله چې نوموړې له روغتون څخه کور ته په لار وه.

پولیس د يادې پېښې په تړاو لومړنی رپورټ ليکلے او په پېښه کې ککړو کسانو نیول  ئې پيل کړي.

په کوهاټ کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې غړيو د ضلعې په دولتي او شخصي روغتونونو کې د کار نه کولو اعلان کړے، دغه ډاکټران زياتوي، چې پولیس دې په پېښه کې ککړ کسان زر تر زره   ونيسي او  قانون منګولو ته دې ئې  وسپاري.

د ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر حفيظ اورکزي په وينا چې پولیس د ډاکټرانو ته خونديتوب په ورکولو کې ناکام شوي، هغه داسې ډول پېښې رامنځته کېدل د ډاکټرانو د نا خونديتوب يوه بېلګه بللې ده.

ده زياته کړه، که چېرته د وژل شوې ډاکټرې کورنۍ ته انصاف ور نه کړل شو نو د کاربنديز دغه لړۍ به د ايالت کچې پورې وغځوي.

بلخوا د کوهاټ پولیسو دريځ دی، د پېښې په تړاو یې خپلې پلټنې پيل کړي او ککړ کسان به ژر ونيسي او قانون منګلو ته به وسپارل شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي