اپريشن غضب للحق،دپاک فضائيې حملو کښې ١٣٣ افغان طالبان مړۀ،په افغان چيک پوسټونو دپاکستان بيرغ ورپول شو
افغان طالبانو يو ځل بيا سرحدي سرغړونه کړې او د پاکستان پر لور یې بې له پارونې ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونو سمدستي او پياوړی ځواب ورکړی او د پاک فوج د «غضب للحق» عملياتو لاندې مقابل لوري ته دروند ځاني او مالي زيان اوښتی دی. دچارواکو وینا ده تر اوسه 133 افغان طالبان وژل شوي او له200 زيات ټپيان دي، او ګڼې پوستې ئې په نخښه او ويجاړې شوې دي.
د وزارت اطلاعات و نشریات په بيان کښې ويل شوي چې افغان طالبانو رژيم پۀ پاک ـ افغان پوله بې له پارونې ډزې وکړې، چې ورپسې امنيتي ځواکونو بشپړ او اغېزمن ځواب ورکړ.
د «ضرب للحق» عملياتو په ترڅ کې د پاک فضائیہ له لوري هوايي بريدونه هم ترسره شوي دي. سرچينې وايي چې په تازه هوايي حملو کې په کابل کې دوه بريګيډ مرکزونه ويجاړ شوي او د عملياتو پر مهال مقابل لوري ته دروند زيان اوښتی دی.
د امنيتي سرچينو په وينا، په کندهار کې د هوايي بريد پر مهال يو کور هېډکوارټر او يو بريګيډ هېډکوارټر په نښه او له منځه وړل شوي، همدارنګه د مهماتو ډيپو او لوژستيکي اډه هم په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.
په ننګرهار کې د پاکستان هوايي ځواکونو الوتکو يو لوی د مهماتو ډيپو له منځه وړی دی.
نور هم ويل شوي چې په پکتيا کې د عملياتو پر مهال يو کور هېډکوارټر هم د اغېزمن هوايي بريد هدف ګرځېدلی دی.
پاکستان د سوېلي وزیرستان سره مقابل لوري ته د پکتيا په سيمه کې د پنځو افغان پوستو د نيولو دعوه کړې او هلته يې د پاکستان بيرغ پورته کړی دی. په نيول شوو پوستو کې دوه د شوال مقابل، دوه د انګور اډې مقابل او يوه د زرملان مقابل ياديږي.
د سرچينو په وينا، د اغېزمنو عملياتو پر مهال د انګور اډې افغاني ټرمينل هم ويجاړ شوی دی. همدارنګه ويل کېږي چې د پاکستان وسله والو ځواکونو د پاک ـ افغان پولې په اوږدو کې په خوست کې د افغان طالبانو ګڼې مهمې پوستې په بشپړه توګه له منځه وړي دي، او د پرېکنده عملياتو وروسته افغان طالبانو څو ځله پر خپلو پوستو سپين بيرغ هم پورته کړی دی.
بلخوا افغان طالبانو هم دلسګونو پاکستاني فوځيانو دوژلو اؤ دګڼو پوستو دقبضه کولو دعوه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0