پېښور،بنو اؤ هنګو کښې په پوليسو حملې،ددوه اهلکارو پشمول اتۀ ژوبل

Feb 28, 2026 - 05:25
 0  2
پېښور،بنو اؤ هنګو کښې په پوليسو حملې،ددوه اهلکارو پشمول اتۀ ژوبل

پېښور، بنو او ہنګو کې پۀ پوليس  پوستو وسله والو بريدونه کړي، خو د پوليسو د ځوابي عملياتو پۀ وخت  بريدګر تېښتې ته اړ شوي دي.

په پېښور کې پۀ يوه تاڼه او پوليس چوکي لاسي بمونه وغورځول شول چې له امله يې د دوو پوليس اهلکارو په ګډون ۸ کسان ټپيان شول.

 د پوليسو په وينا، لومړے بريد د بډه بېر تاڼې پۀ ضد وشو چې پکښې يو اهلکار  ژوبل شو، او دوهم بريد د متنو سره خوره پوليس چوکي باندې ترسره شو. د سره خوره پر چوکي بريد کې يو اهلکار او ۷ نور کسان ټپيان شول.

پوليس وايي چې په چوکي کې جرګه روانه وه، او د پوليسو د ځوابي ډزو وروسته بريدګر وتښتېدل. ټپيان ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته په بنو کې د کاشو پُل پوليس چوکي باندې بريد په شا وتمبول شو. همدارنګه پر کنګر پوليس چوکۍ هم ډزې شوې، خو د پوليسو د ځوابي اقدام له امله بريدګر وتښتېدل. د بنو ډي پي او ياسر افريدي ويلي چې په ښار کې بېړني حالت نافذ شوے او پر ټولو لويو لارو او څلورلارو پوليس ځائے پر ځائے شوي دي.

په هنګو کې د قاضي تالاب په سيمه کې پر پوليس چيک پوسټ ډزې شوې، خو د ډي پي او په وينا پوليسو بريد بېرته تمبولي او بريدګر تښتېدلي دي.

همدارنګه په کوہاٹ کې د ښار پر ټولو داخلي لارو پوليس پوستې جوړې او امنيتي تدابير سخت شوي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي