اپريشن غضب للحق،297 افغان طالبان وژل شوي، افغانستان کښې نور عسکري تنصيبات تباه

Feb 28, 2026 - 05:17
Feb 28, 2026 - 05:27
 0  3
اپريشن غضب للحق،297 افغان طالبان وژل شوي، افغانستان کښې نور عسکري تنصيبات تباه

اسلام اباد( وحدت خبر)  دافغان طالبانو لخوا تيره شپه  دشوي جارحيت په جواب کښې  دپاکستاني فوجونو له لوري  دموثره جواب ورکولو سلسله روانه ده چې پکښې تراوسه 297 افغان طالبان وژل شويدي او ددهغوي نور عسکري تنصيبات تباه کړے شويدي.

د ټولنيزو اړيکو پر وېبپاڼه ايکس خپاره کړي بيان کې د وزارت اطلاعات و نشريات وفاقي وزير ويلي چې په افغانستان کې په ۲۹ بېلابېلو ځايونو هوايي عمليات ترسره شوي او ټاکل شوي هدفونه په برياليتوب سره په نښه شوي دي.

هغه زياته کړې چې تر دې مهاله د پاکستاني امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د افغان طالبانو د رژيم ۲۹۷ کسان وژل شوي او له ۴۵۰ څخه زيات نور ټپيان شوي دي.

سربېره پر دې، د راپورونو له مخې د افغان طالبانو ۸۹ چيک پوستې ويجاړې شوې دي، په داسې حال کې چې پر ۱۸ نورو چيک پوستو پاک فوج بشپړ کنټرول ترلاسه کړي دي.

همدارنګه ويل شوي چې ۱۳۵ ټانکونه او وسله وال ګاډي هم له منځه وړل شوي دي.

 داپريشن غضب للحق  لاندې پاک فضائيې دافغانستان په لغمان صوبه کښې کارروايۍ کړي اؤ هيډکوارټرز ئې تباه کړے، په سرحدي علاقو کښې هم فورسز دافغان طالبانو چيک پوسټونه په کاميابۍ سره په نخښه کړيدي. په لغمان صوبه کښې دوسلې ډيپو، اے بي ايف بټالين هيډکوارټر اؤ ننګرهار بريګيډ مکمل تباه کړے شويدي. دمهمند سيکرټر سره نزدې سيکورټي فورسز په يوه تازه کارروايۍ کښې افغان چيک پوسټ په مکمله توګه تباه کړے دے. ددې نه  يوه شپه وړاندې په کابل، قندهار، ننګرهار اؤ دپکتيا  پشمول دافغانستان په مختلفو  صوبو کښې پاکستاني فضائيې  دطالبانو اډې په نخښه کړې وې اؤ هغوي ته ئې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

دډي جي ائي ايس پي ار پريس کانفرنس

له دې وړاندې ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري  يو پريس کانفرنس ته په وينا کښې ووئيل چې اپريشن غضب للحق کښې تراوسه دطالبانو درجيم 274 اهلکار وژل شوي اؤ 400 ژوبل شوي دي.

د انټر سروسز پبلک ريليشنز مشر (ډي جي آئي اېس پي ار) ويلي چې د فرورۍ د ۲۱ او ۲۲ نېټې په شپه پاکستاني ځواکونو پولې ته نږدې د «فتنه الخوارج» په نوم د يادې شوې ډلې پټنځايونه په نښه کړل، او افغان طالبانو رژيم بيا دا پلمه ګرځولې او تش په نامه اقدام يې وکړ.

ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوہدري ويلي چې د طالبانو رژيم له لوري د پاک ـ افغان پولې په اوږدو کې په ۱۵ سېکټورونو کې په ۵۳ ځايونو ډزې وشوې، خو ټول ۵۳ بريدونه په شا وتمبول شول.

هغه زياته کړه چې پاکستان داسې پياوړي ځواب ورکړ چې نړۍ وليد، او په ټولو ۵۳ ځايونو کې مقابل لوري ته کلک او غاښ ماتوونکي ځواب ورکړل شو.

هغه د١٢ؤ پوځيانو دشهادت تصديق کړے دے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي