داسرائيلو اؤ امريکې په ايران مشترکه حمله، دايران هم په اسرائيلو جوابي وار
اسرائيلو اؤ امريکې دايران دارالحکومت تهران کښې فضائي حمله کړې ده دکومې نه پس چې هنګامي سائرن غږول شويدي.
دميډيايا رپورټونو ترمخه داسرايلو ددفاع وزير وئيلي اسرائيلو اؤ امريکې په ايران مشترکه حمله کړې ده، په حمله کښې امريکائي فضائيې هم برخه اخستې ده، دحملې نه پس په تهران کښې ددريوو چاؤدنو غږونه اوريدل شويدي.
دايران په بوشهر هم داسرائيلو اؤ امريکېدحملو خبرونه ترلاسه شويدي، دحملونه پس ايراني نيوي هائي الرټ کړے شوې ده.
ددې نه علاوه خواؤشا شل امريکائي اؤ اسرائيلي فائټر جيټس دشامي علاقې دارا دپاسه پروازکولو سره دايران لوري ته روان دي.
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په هنګامي بيان کښې وئيلي دامريکې فوجونو دايران خلاف پراخه اپريشن شروع کړے دے، ټرمپ وئيلي ايران دلسيزو راهسې دامريکې مرده باد نعره لګولې اؤ په سيمه کښې په امريکائي مفاداتو دحملې ذمه وار هم دے.
دۀوئيلي مونږ دايران بحريه مکمل تباه کوو، په دې اپريشن کښې دامريکائي فوجيانو ځانونه هم تللے شي، ايران به کله هم جوهري وسلې ترلاسه کولو ته پرې نږدو اؤ دايران ميزائيل پروګرام به ختم کړو.
دۀ وئيلي کۀ پاسداران انقلاب وسله وغورزوي نو مکمله استثنا به ورته ترلاسه شي، کۀ چرې داسې ئې ونۀ کړل نو ديقيني مرګ سره به مخ شي، ايران دکلونو راهسې په امريکائي اهدافو حملې کړي،امريکا به کوم انتها خوښے حکومت ودې کولو ته نۀ پريږدي.
اخوا دايراني ميډيا وينا ده يونيورسټي اسټريټ اؤ جمهوري ايريا کښې ګڼ ميزائيلونه راپريوتي دي، قوم، خرام اباد، اصفهان کښې هم حملې شويدي، دمهراباد ائيرپورټ په نخښه کولو اطلاعات هم دي.
دذريعووينا ده ايراني سپريم ليډر ايت الله خامنه اي په تهران کښې نشته، هغه محفوظ مقام ته منتقل کړے شوے دے.
ايران خپل فضائي حدودبند کړياؤ عراق هم ائيرټريفک معطل کړے دے.
اخوا اسرائيلي چارواکو وئيلي دا دحملو وړومبۍ چپه ده، دويمه چپه هم متوقعې ده،حملو کښې اهم اهداف په نخښه کړے شويدي چې پکښې داطلاعاتو وزارت اؤ ايوان صدر هم شامل دي.
په ايران کحښې دحملو نه پس په اسرائيلو کښې ايمرجنسي نافذ کړے شوېده، سکولونه بند اؤ اولسي وګړو ته محفوظومقاماتو ته دمنتقل کيدووينا شوې ده.
بلخوا ايران هم ددې حملې نه پس په اسرائيلو ديرش بيلسټک ميزائيلونه داغلي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0