لاهور قلندرز دپي ايس ايل ١٠ فاتح جوړ شو

لاهور قلندرز کوئټه ګليډي ايټرز ته په شکست ورکولو سره دپاکستان سپر ليګ( پي ايس ايل) سيزن ١٠ فاتح جوړ شوے دے.
دلاهور قذافي سيټيډيم کښې دپاکستان سپر ليګ سيزن ١٠ فائنل کښې د ګليډي ايټرز کپتان دټاس ګټلو وروسته دوړومبي بيټنګ فيصله کړې اؤ په مقررو ٢٠و اورونو کښې ئې د٩و وکټو په نقصان ٢٠١ رنز جوړ کړي دي.
د ګليډي ايټرز محمد نواز غوره بيټنګ کړے دے اؤ په ٤٣ بالونو ئې دڅلورو چکو او اتوو چوکو په مدد سره ٧٦ رنز جوړ کړي دي.
لاهور قلندرز داخري اوور په پينځم بال دڅلورو وکټو په نقصان هدف ترلاسه کړے اؤ ټائتل ئې پخپل نوم کړے دے.
دګليډي ايټرز اننګز
دکوئټه ګليډي ايټرز له لوري سعود شکيل او فن دبيټنګ اغاز کړے،د١٧ په مجموعي سکور سعود شکيل صرف په څلور رنز دشاهين افريدي ښکار شوے دے، سلمان مرزا د١٢ په انفرادي سکور ايلن اوټ کړے دے.
ري روسو د٢٢ په انفرادي سکور دسکندر رضا په بال کيچ ورکولو سره د٥٨ په مجموعي سکور پويلين ته روان شوے دے، شاهين افريدي اويشکا فرنانډو د٢٩ په انفرادي او د١٢٥ په مجموعي سکور پويلين ته ليږلے دے.
په دې دوران حسن نواز دشانداره بيټنګ سلسله جاري ساتلې اؤپۀ ٢٧ بالونو ئې نيمه سينچري مکمل کړې ده، بيا په ١٨م اوور کښې دشاهين افريدي په بال حسن نواز په ٧٦ رنز جوړولو سره د١٧٢ په مجموعي سکور پويلين ته رخصت شوے دے.
وروسته محمد عامر اؤ ابرار احمد بغير دڅه رن نه په ١٧٧ پويلين ته رخصت شويدي، دواړه حارث روف اوټ کړيدي، داننګز داخري اوور په اخري بال فهيماشرف د٢٠١ په مجموعي سکور اوټ شوے دے.
دلاهور قلندرز لخوا کپتان شاهين افريدي درې، سلمان مرزا، حارث روف دوه، دوه او سکندر رضا، راشد حسين يو، يو لوبغاړےاوټ کړے دے.
دګليډي ايټرز د٢٠٢ رنز دهدف په تعاقب کښې دقلندرز لخوا داننګز اغاز فخرزمان او محمد نعيم په ډير محتاط انداز کښې کړے، ابرار احمد د٣٩ په مجموعي سکور فخرزمان په ١١ رنز ايل بي ډبليو کړے اؤ پويلين ته ئې رخصت کړے دے.
فهيم اشرف محمد نعيم د٤٧ په انفرادي اؤ د٨٥ په مجموعي سکوراوټ کړے اؤ پولين ته ئې رخصت کړے دے، هغه په ٢٧ بالونو دشپږو چکو او يوې چوکې په مدد سره ترټولو تيز اننګز لوبولے دے. اسامه طارق د٤١ په انفرادي او د١١٥ په مجموعي سکور پويلين ته ليږلے، وروسته محمد عامر دراجا پاکسا ښکار شوےدے.
داننګز ١٨م اوور پورې پوزيشن دکوئټه ګليډي ايټرز په حق کښې ؤ خو ممد عامر په يو اوور کښې اتلس رنز ورکولو سره ميچ دلاسونو نه وويستو اؤ قلندرز خپل پوزيشن مستحکم کړو
داننګز ١٩ اوور فهيم اشرف کړے چې پکښې سکندر رضا يوه چکه او يوه چوکه وهلې اؤ په ميچ ئې پوزيشن نور هم مستحکم کړے دے.
دلاهور قلندرز کوشال پريرا په ٦٢ نز ناقابل شکست پاتې شوےو سکندر رضا په ٧ بآلونو د٢٢ رنز ميچ وننګ اننګز لوبولے، دګليډي ايټرز عامر، فهيم، ابرار او اسمه يوه، يوه وکټه ترلاسه کړې ده.
What's Your Reaction?






