په کوهاټ او هنګو کې لسګونه شمېر کې افغان کډوال د پوليسو لخوا نیول شوي
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د کوهاټ او هنګو ولسوالیو کې پوليسو د افغان کډوالو د نيول عمليات پيل کړي دي.
د سرچينو له مخې په تېرو دوو ورځو کې په دواړه ولسواليو کې ګڼ شمېر افغان کډوالو نيول شوي او له هېواد د شړلو دوسيې پر ليکل شوې دي.
په کوهاټ يو افغان کډوال چې نوم د ښودلو په شرط وحدت نیوز ته وويل چې افغان کډوال نشي کولای ښار ته لاړ شي ځکه د پوليسو لخوا په پوستو باندې نیول کېږي او سملاسي يې بيا توقيف کوي
په هنګو ولسوالۍ کې هم پوليسو لخوا د افغان کډوالو نیولو لړۍ چټکه شوې او ګڼ شمېر افغان د ښار او خوا و شا له پنډ غاليو څخه نيولي او توقيف کړي يې دي.
د افغان کډوالو دريځ چې په دغه يادو ولسوالیو کې مېشت افغان کډوال د کډوالۍ ثبت کارتونه لري او په دغه رمضان مياشت کې بايد چې ورسره نرمي وکړای شي او پس له رمضان مياشتې دوی چمتووالی نیولی چې نور خپل هېواد ته لاړ شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0