برطانيه کښې يو تن د اور وژونکې عملې کار ليدو لپاره خپل کور ته اور ورته کړو

په برطانيه کښې يو اولسي وګړے د اور وژونکې عملې دومره زيات مينه وال ختلے چې دهغوي دکار کتلو لپاره ئې خپل کور ته په ارادي توګه اور اچولے دے.
دميډيا رپورټ ترمخه دغه پېښه دهارټلي پول علاقې ګليمس واک کښې شوې ده چې پکښې خپل کور ته داور لګوونکي ملزم پيژندګلو دجوشا بين په نوم سره شوې ده.
جوشوا بين دخپل فليټ ددروازې مخې ته ټوائلټ پيپر ته اور اچولے اؤ د اور وژونکې عمله ئې طلب کړې ده، هغه وروسته دعوه کړې چې دننه ګير پاتې شوے ؤ.
اور وژونکې عملې په وخت کارروائي کړې اؤ په اور ئې قابو موندلې ده، هغوي جوشا هم بچ کړے، دتحقيقاتو نه معلومه شوې چې اور قصداً لګول شوے دے.
په عدالتي کارروايۍ کښې جوشوا بين ته د دوه کاله او شپږ مياشتې قيد سزا اورول شوې ده، عدالت دهغه دغه عمل ډير خطرناک اؤ غيرذمه وارانه ګرځولے دے.
What's Your Reaction?






