کرک کښې دايف سي په ايمبولينس دترهه ګرو حمله، درې اهلکار شهيدان

Feb 24, 2026 - 01:00
 0  2
کرک کښې دايف سي  په ايمبولينس دترهه ګرو حمله، درې اهلکار شهيدان

پيښور  (اے پي پي) د كرك په بهادر خيل سيمه كښې ترهه ګرو د بربريت ټول حدونه پار كړل ٬ چرته چې نه يوازې د ايف سي په قلعه ډرون بريد وكړے شو بلکې د ژوبل شوو ايمبولينسز ھم په نخښه كړے شول ، د دې بريد په نتيجه كښې 3 اهلکار شهيدان او ګڼ ژوبل شوي دي ۔د چارواكو تر مخه د پوليس تھاڼې خرم محمد زئۍ په حدود كښې د درګه شهيدان سره نزدې د فرنټيئر کانسټيبلري(ايف سي ) په قلعه فتنه خوارج د کواډ کاپټر ډرون څخه بزدلانه بريد وكړو د كوم په نتيجه كښې چې 5 اهلکار ژوبل شول ۔ چې كله دا ژوبل د ايمبولينس د لارې هسپتال ته منتقل کولے شول نو په لاره كښې ناستو پټو ترهه ګرو په ايمبولينس دويم ډرون بريد وكړو چې ورسره ايمبولينس كښې اور ولګېد ۔د بريد په نتيجه كښې 3 اهلکار په هغه دم شهيدان شول او نور سخت وسوزېدل۔ بزدله ترهه ګرو د مرستې په کارروائيو كښې بوخت د ريسکيو 1122 كارمندان هم په نخښه كړل ۔د پيښې نه سمدستي پس ژوبل شوي خليفه ګل نواز هسپتال بنوں ته منتقل کړے شوي ٬ قانون نافذ کوونكو ادارو سيمه ولقه كښې واغسته او سرچ آپريشن پېل کړے شوے دے ۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي