دپاک فوج دوربابا کښې په افغان پوسټ ګوله باري،څلور کسان مړۀ
تيراه( ميډيا رپورټ) په ضلع خېبر کښې دتيراه نه پاک فوج دافغانستان علاقې دوربابا کښې په افغان پوسټ ګوله باري کړې ده چې په نتيجه کښې ددوه اهمو طالب کمانډرانو پشمول څلور کسان وژل شويدي، دسيکورټي ذريعو ترمخه دضلع خېبر دتيراه نه دافغانستان علاقې دوربابا کښې دافغان طالبانو يو مرکز په نخښه کړے شوے دے. دذريعو ويناده چې په ګوله بارۍ کښې وژل شوو کښې دوه اهم طالب کمانډران بسم الله اؤ رستم شامل دي، نور دوه کسان دافغان طالبانو رضا کار وو.دسيکورټي چارواکو ترمخه دکارروايۍ په دوران دوربابا کښې قائم افغان پوسټ هم تباه کړے شوے دے. دپېښې وروسته سرحدي علاقو کښې تاؤتريخوالے سيوا شوے اؤ سيکورټي هائي الرټ کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0