دامريکا پشمول د٥٨ملکونو خلقو نيتن ياهوترټولو ناخوښه شخصيت وګرځولو

Feb 22, 2026 - 01:59
 0  2
دامريکا پشمول د٥٨ملکونو خلقو نيتن ياهوترټولو ناخوښه شخصيت وګرځولو

غزه( ميډيا رپورټ) د امريکا او يورپ په ګډون د نړۍ د 58 هېوادونو 61 فيصده وګړو د اسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو مخالفت کړے او هغه يې تر ټولو ناخوښه  شخصيت ګرځولے دے. د ګيلپ انټرنيشنل له لوري جاري شوي نوي سروے له مخې، د بنيامين نېتن ياہو پۀ ضد نړيواله  خواښي  د 2019م کال په  مقابله کښې  20 فيصده زياته شوې ده. سروے ښائي چې د امريکا او يورپ په ګډون په 58هېوادونو کښې 61 فيصده خلقو اسرائيلي وزيراعظم تر ټولو  ناخوښه شخص بللے دے. ګډونوالو ويلي چې د فلسطينيانو  خلاف د انسانيت ضد کړنو کېښ د اسرائيلي وزيراعظم رول د سختې نيوکې وړ دے. د ګيلپ انټرنېشنل د شمېرو له مخې، په ايران  کښې 98 فيصده وګړو نېتن ياہو تر ټولو زيات ناخوښ  کړے دے. په اروپايي هېوادونو کښې هم د ناخوښۍ  کچه لوړه ښودل شوې ده. په  برطانيه کښې 52 فيصده او په   امريکا کښې 42 فيصده کسانو د نېتن ياہو پۀ ضد ښکاره  ناخوښي څرګنده کړې ده. سروې زياتوي چې په پاکستان کښې49 فيصده وګړو اسرائيلي وزيراعظم تر ټولو  ناخوښه شخصيت بللےدے. برعکس، په  کينيا، اذربائيجان او انډيا  کښې بنيامين نېتن ياہو ته زيات ملاتړ ترلاسه شوے دے. په کينيا او آذربائيجان کښې58 فيصده او په هند کښې50 فيصده کسانو د اسرائيلي وزيراعظم ملاتړ څرګند کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي