دايشيا کپ فائنل، هند پاکستان ته په پينځوو وکټو ماتې ورکړه

Sep 28, 2025 - 23:38
 0  0
دايشيا کپ فائنل، هند پاکستان ته په پينځوو وکټو ماتې ورکړه

) دايشيا کپ فائنل مقابله کښې هند پاکستان ته په پينځوو وکټو ماتې ورکړې ده، دايشيا کپ فائنل ميچ کښې پاکستان هند ته دګټې لپاره د١٤٧ رنز هدف ورکړے  کوم چې هند په اخري اوور کښې  په پينځوو وکټو پوره کړے اؤ  دغسې ئې دايشيا کپ ټائټل پخپل نوم کړے دے. دوبۍ اسټيډيم کښې لوبول شوي ميچ کښې  ټاس يوځل بيا  هند ګټلے اؤ دوړومبي بالنګ فيصله ئې کړې ده. دپاکستان صاحبزاده فرحان اؤ فخرزمان پاکستان ته ښه  اغاز فراهم کړے، صاحبزاده فرحان پۀ ٥٧ رنز اوټ شوے دے، دهغه نه پس وکټې مسلسل پريوتې، فخرزمان ٤٦ رنز کړيدي، صائم ايوب ١٤، سلمان اغا ٨ اؤ محمد نواز شپږ رنز جوړ کړيدي، دهند کلديپ يادو څلور، پمرا، ورون چکروتي اؤ اکسرپټيل دوه، دوه لوبغاړي اوټ کړيدي پاکستان په نولس اعشاريه يو اوور کښې ١٤٦ رنز جوړ کړي او هند ته ئې دګټې لپاره د١٤٧ رنز هدف ټاکلے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي