دسيکورټي په واپس اخستو دعلي امين ګنډاپور په خېبرپښتونخوا حکومت غصه
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي اؤ دپاکستان تحريک انصاف رهنما علي امين ګنډاپور دصوبائي حکومت له لوري دسيکورټي واپس اخستو تصديق کړے اؤ دخپلې پارټۍ په حکومت ئې دغصې اظهار کړے، صوبائي حکومت ددې خبر ترديد کړے دے. علي امين ګنډاپور ميديا سره په خبرو کښې وئيلي دوزيراعلى سيکورټي تيره ورځ دچيف سيکورتي افسر په حکم واپس اخستل شوې ده. هغه وئيلي زما سره يو جيمر، دوه ډبل کيبڼ اؤ ډرائيور پشمول دڅوارلسو کسانو سټاف ؤ، ډي ائي خان يوه حساسه علاقه ده اؤ ماته دوړاندې نه خطرې دي. دا خطرې دپخواني وزيراعلي په حېث اؤ په حکومت کښې ددهشت ګردۍ په وجه دموثره پاليسۍ په وجه دي. دۀ ووئيل ډي ائي خان دخېبرپښتونخوا ددهشت ګردۍ نه متاثره علاقه ده بيا هم زما نه سيکورټي واپس اخستل شوې ده، دوزيراعلى نه دوجوهاتو معلومولو نه پس راته معلومه شوې چې ارډر دبره نه راغلے. ددې نه وړاندې دوزيراعلى پريس سيکرټري پخپل يو وضاحتي بيان کښې وئيلي وو چې دوزيراعلى سهيل افريدي له لوري دعلي امين ګنډاپور نه دسيکورټي واپس اخستو په اړه زيرګردش دعوو کښې صداقت نشته. دۀ وئيلي په دې حواله کومه فيصله نۀ ده شوې اؤ نۀ هم متعلقه چارواکو داسې کوم هدايت جاري کړے دے. په دې اړه زيرګردش خبرونه سم نۀ دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
1
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0