کراچۍ کښې مظاهرين امريکائي قونصليټ ته داخل، نښتو کښې ٩ مړۀ

Mar 1, 2026 - 15:42
 0  1
کراچۍ کښې مظاهرين امريکائي قونصليټ ته داخل، نښتو کښې ٩ مړۀ

کراچۍ( وحدت خبر) تيره ورځ په ايران دامريکې اؤ اسرائيلو په حمله کښې دايران درهبر اعلى خامنائي دشهادت نه پس په کراچۍ کښې په ګڼ شمير کښې  مظاهرين امريکائي قونصل  خانې ته داخل شويدي اؤ عمارت ته ئې نقصان رسولے دے، مظاهرينو قونصل خانې ته اور اچولے، په دې دوران  په امريکائي قونصل خانه کاڼي ورول شويدي، پوليسو اؤ درينجرز له لوري کارروائي شوې اؤ داوښکو بهيونکي ګيس استعمال کړے دے، پوليسو مظاهرين په شاتګ کولو مجبور کړيدي. دريسکيو چارواکو ترمخه دامريکائي قونصل خانې سره نزدې په نښتو کښې تراوسه نهه کسان وژل شويدي، دسول هسپتال چارواکو ترمخه ټراما سنټر ته داتوو کسانو لاشونه وروړل شويدي،٢٤ کسان ژوبل شوي هم دي چې هسپتال ته وړل شويدي، دا کسان په ډز،، لاټهي  چارج اؤ ديکو وهلو کښې ژوبل شويدي. ددې نه علاوه ټريفک پوليس وئيلي داحتجاج له امله سلطاناباد نه مائي کولاچي لوري ته غزيدلے سړک بند کړے شوے دے، خواؤشا کښې ټريفک هم معطل کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي