کوز جنوبي وزيرستان کښې سکول په بمونو والوزول شو
وانا( نورعلي وزير )کوز جنوبي وزيرستان کښې سکول په بمونو الوزول شوے دے، پېښه تحصيل برمل کښې شوې چرته چې نامعلومو ترهه ګرو مډل سکول شريف خان کوټ په بارودي موادو سره الوزولے دے، دچاؤدنې په نتيجه کښې دوه کوټې، باتهـ رومونه، مين ګيټ اؤ چارديوالي تباه شوې ده.دچاؤدنې غږ تر لرې لرې اوريدل شوے دے، نزدې کورونو ته هم دجزوي نقصان رسيدو اطلاعات ترلاسه شويدي. دمقامي خلقو وينا ده چاؤدنه دشپې په وخت شوې ده خو پکښې مرګ ژوبله نۀ ده شوې. دپوليسو وينا ده دپېښې تحقيقات شروع کړے شويدي.مقامي سياسي اؤ سماجي مشرانو وئيلي تعليمي ادارې په نخښه کول دعلاقې په مستقبل حمله ده ، حکومت دې ددې پېښې ذمه واران ګرفتار اؤ ورته دې سخته سزا ورکړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0