ايا ټرمپ به زيلنسکي له هم اشرف غني ته ورته برخليک وټاکي؟
(خصوصي رپورټ)
د اوکرايين اولسمشر ولودمير زېلېنسکي د ټرمپ د سولې له بهير سره مخ شوے دے، دا له ډېرو اړخونو د امريکا د سولې هغو خبرو ته ورته دے، چې په 2018 کال کښې افغان اولسمشر محمد اشرف غني ورسره مخ و.
اولسمشر زېلېنسکي په اوکرايين د روسيې د يرغل د درېيمې کليزې په تړاو، د خپل هېواد لپاره د استعفا ورکولو د چمتووالي په اړه خبرې وکړې، خو اشرف غني ويل، استعفا به يوه "تېروتنه" وي.د ځينو افغانانو ترمنځ او په واشنګټن او اروپا کښې، په اشرف غني د دېله امله نيوکې وشوې چې خپل خلک يې طالبانو ته يوازې پرېښودل. ښاغلي غني له زېلېنسکي سره پرتله کېده او نيوکې پرې کېدې، چې له امريکا پرته يې د طالبانو په وړاندې مقاومت ونه کړ.
ايا زېلېنسکي کولې شي د امريکا له ملاتړ پرته له روسيې سره جګړې ته دوام ورکړي؟
سپينې ماڼۍ ته له بيا ورتګ مخکې، ډونلډ ټرمپ ويلي وو، له افغانستانه د جو بايډن ګډ وډ وتلو پوتين وهڅاوه چې په اوکرايين بريد وکړي.
۱ـ له خبرو د اوکرايين او افغانستان څنډې ته کول
افغان حکومت هم دوه لسيزې ټينګار کاوه، چې له طالبانو سره هر ډول خبرې بايد د افغان حکومت له لارې او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې ترسره شي.ډونلډ ټرمپ، چې له افغانستان يې د وتلو هڅه کوله، دې ټکي ته ارزښت ورنه کړ او د امريکا د سولې په پلان کښې د افغانستان حکومت او اساسي قانون ځاے ونه موند. د "سولې عالي شورا" له جوړولو سره سره، له طالبانو سره د امريکا په اصلي خبرو کښې دا شورا شامله نه وه.په اوکرايين کښې د سولې په اړه هم، ټرمپ د جګړې د چټک پاےته رسولو لپاره د اوکرايين اصولو ته ژمنتيا نه ښيي.د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي، "موږ نه شو کولې د افغانستان په څېر بل حالت ولرو، چېرې چې امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او افغان حکومت يې څنګ ته کړ."امريکا تر اوسه ولودمير زېلېسنکي ته د ډونلډ ټرمپ او ولاديمير پوتين ترمنځ غونډې په تړاو بلنه نه ده ورکړې.
۲. اولسمشر غني په ښکاره ډول په ټرمپ نيوکه نه کوله
ښاغلي غني د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ناراضه و، خو په ښکاره يې په ټرمپ نيوکه نه کوله. پرځاے يې، هغه د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په غونډو کښې خپله غصه څرګندوله. ټرمپ هم د غني په ضد په ښکاره خبرې ونه کړې.خو زېلېنسکي په ښکاره او څرګنده توګه په ټرمپ نيوکه وکړه، ويې ويل چې د هغه په اند، ښاغلے ټرمپ د روسيې "د ناسمو معلوماتو په جال" کښې بند پاتې دے. ټرمپ يې په ځواب کښې سخت غبرګون وښود او هغه يې "شخصي سپکاوے" وګاڼه.د زېلېسنکي په اړه د ټرمپ ژبه تونده شوې ده. هغه د اوکرايين په اړه د خپلې طرحې په مخکې خنډ ورته ښکاري او له واکه د زېلېسنکي په ژر تلو ټينګار کوي.
۳. ناټو په افغانستان کښې له امريکا پرته جګړه ونه کړه، ايا په اوکرايين کښې به جګړه وکړي؟
د اوکرايين د سولې خبرې په رياض کښې د ټرمپ د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاکار او د روسيې د بهرنيو چارو وزير او د پوتين سلاکار ترمنځ په مستقيمو خبرو سره پيل شوې. د ناټو او اروپا استازي نه وو ور بلل شوي.
په افغانستان کښې هم، اروپا او ناټو دوه لسيزې د امريکا تر څنګ په افغانستان کښې جګړه وکړه، خو د قطر په دوحه کښې خبرو ته نه وو بلل شوي.په بروکسل کښې په اوکراين د روسيې د يرغل د دريمې کليزې په تړاو لاريون وشو، چې پرې ليکل شوي و "اروپا د روسيې ٣٠٠ مليارده کنګل شوې شتمنۍ ضبط کړئ".په دوحه کښې د خبرو او بحثونو له هر پړاو وروسته، زلمي خليلزاد بروکسل، کابل او د سيمې د هېوادونو پلازمېنو ته سفر کاوه، چې هغوي ته د خبرو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي.دا ځل هم، له اروپا او ناټو بهر، سعودي عربستان ظاهرا د اوکرايين د سولې په خبرو اترو کښې د منځګړي رول لوبوي.په ٢٠٢١ کال کښې، د ناټو عمومي منشي او ځينې غړو هېوادونو غوښتل په افغانستان کښې پاتې شي، خو په وروستۍ ارزونه کښې يې وويل، دوي له امريکا پرته نه شي پاتې کېدے.روښانه ده چې ناټو د امريکا له مرستې پرته اوکرايين ته د وسلو ملاتړ نه شي برابرولې.د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد لخوا جوړ شوي د سولې پلان له مخې ظاهرا د سولې په داخلي خبرو کښې د افغان حکومت ګډون په پام کښې نيول شوے و، خو دريم اړخ د خبرو له اصلي ميزه لېرې و او سمبوليک رول يې درلود.
ظاهرا ټرمپ د اوکرايين سولې د خبرو له رسمي پيله مخکې په ناټو کښې د اوکرايين د نه غړيتوب په ګډون د پوتين ټول شرطونه منلي دي.امريکا د طالبانو اساسي شرطونه هم منلي وو. څارونکو خبردارے ورکاوه، چې دا د سولې د بهير خبرې نه دي، بلکې د طالبانو غوښتنو ته "تسليمېدل" دي.
۴. غني: استعفا نا سمه ده، زېلېنسکي: استعفا ته چمتو يم
ډونلډ ټرمپ زېلېنسکي په اوکرايين کښې د پوځي حالت له امله د ټاکنو نه ترسره کولو په تړاو هغه "ديکتاتور" وباله او ويې ويل، د نظرپوښتنو له مخې، د هغه "محبوبيت ٤ سلنې ته لوېدلې"، خو زېلېنسکي وايي لاهم په اوکرايين کښې محبوب دے .زېلېنسکي ويلي، هغه د سولې او په ناټو کښې د اوکرايين د غړيتوب په شرطونو استعفا ته چمتو دے، خو اشرف غني استعفا او په ٢٠٢٠ کال کښې د موقت حکومت جوړول رد کړل.غني وويل، "موږ دا فلم يو ځل (په ١٩٩٠ لسيزه کې) ليدلي، نه غواړو چې بيا يې تکرار ووينو."په ٢٠١٩ کال کښې امريکا غوښتل په افغانستان کښې ټاکنې ترسره نه شي، چې له طالبانو سره د يوه ټول ګډونه حکومت جوړولو ته لاره هواره کړي.که په اوکرايين کښې ټاکنې ترسره شي، ښايي زېلېنسکي د دويم ځل لپاره اولسمشر شي، که څه هم د ټرمپ لپاره مطلوب کس نه دے .ځينې څارونکي وايي، په اوسنيو شرايطو کښې د اوکرايين د ټاکنو پايلې ښايي مسکو ته د نژدې حکومت په ګټه وي.په اصل کښې، له اوکرايين سره د روسيې ستونزه له يوې لسيزې مخکې ته ورګرځي، هغه وخت چې کيېف مسکو ته نژدې کسان له مشرتابه لېرې کړل. له واکه د زېلېنسکي لېرې کېدل د پوتين له هيلو څخه يوه ده.د ٢٠٢٢ کال د فبرورۍ په ٢٤مه په اوکرايين د روسيې تر يرغل وروسته، ولاديمير زېلېنسکي پوځي حکومت اعلان کړ، چې د جګړې تر پايه به ټاکنې ورسره ځنډېدلې وي. مسکو وايي د زېلېنسکي دوره د ٢٠٢٥ کال په مي کښې پاے ته رسېږي او هغه د سولې تړون لاسليک کولو لپاره "مشروعيت" نه لري.
۵. د ټرمپ سترګې په افغانستان او اوکرايين کښې په کانونو دي
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په مهال د افغانستان د کانونو او ځمکې لاندې زېرمو استخراج ته لېوالتيا وښوده. هغه سرچينې چې امريکايانو يې ارزښت له يوه تر درې ټريليونو ډالرو اټکل کړي دي.د اوکرايين په تړاو هم هغه د دغه هېواد د کاني شتمنيو په حقله په څرګنده خبرې کوي. د فوربس مجلې په وينا، د اوکرايين کاني زېرمې شاوخوا ١٥ ټريليونه ډالر اټکل شوي دي.د اوکراييني سرچينو په وينا، د ليتيمو دوو زېرمو په ګډون د شاوخوا ٤٠ سلنه کاني سرچينو په ګډون زيرمې، د روسيې لخوا نيول شوې خاورې کښې پرتې دي.هغه وخت د افغانستان حکومت امريکايي شرکتونو ته د کانونو تړونونه ور نه کړل.ښاغلي زېلېنسکي د ټرمپ د دې وړانديز په ځواب کښې چې د خپلو کاني سرچينو نيمايي برخه امريکا ته وسپاري، ټينګار وکړ: "زه د اوکرايين ساتنه کوم. زه خپل هېواد نه شم پلورلې."زلمي خليزاد په يوه ټويټ کښې په اوکرايين کښې د سولې په اړه د څلورو ټکو پلان وړانديز کوي: ۱ـ د کيېف او مسکو ترمنځ د ځمکنيو مسلو په اړه يو تړون، ۲ـ د روسيې د راتلونکو بريدونو د مخنيوي لپاره باوري ضمانتونه، ۳ـ سوله ساتي ځواکونه، او ۴ـ تلپاتې اوربند.خليلزاد دا مهال د ټرمپ په اداره کښې کومه دنده نه لري.ان د اروپا او بريتانيا ملاتړ ښايي د ولاديمير زېلېنسکي برخليک د اشرف غني له برخليکه بل شان ته بدل نه کړي.
What's Your Reaction?






