خېبرپښتونخوا: دترهه ګرو حملو کښې درې پوليس اهلکاراؤ ديو پوليس اهلکار معصوم زوې شهيدان

Feb 26, 2026 - 17:32
 0  2
خېبرپښتونخوا: دترهه ګرو حملو کښې درې پوليس اهلکاراؤ ديو پوليس اهلکار معصوم زوې شهيدان

 دخېبرپښتونخوا په قبائيلي ضلع خېبر اؤ ناقراره ضلع بنو کښې تيره شپه دترهه ګرو په حملو کښې درې پوليس اهلکار شهيدان شوي اؤ ديو پوليس اهلکار معصوم زوې هم شهيد شوے دے.

دبنو ريجن  دريجنل پوليس افسر سجاد خان ترمخه  تيره شپه دتراويح دلمونځ په دوران ترهه ګرو سوکړي حسن خيل دمسجد نه بزدلانه اؤ وحشيانه کارروايۍ کولو سره ددوه پوليس اهلکارو پشمول درې وروڼه اغوا کړي، وروسته  ترهه ګرو دوه پوليس اهلکار وروڼه په بې دردۍ سره شهيد کړي اؤ دهغوي دريم ورور تراوسه دترهه ګرو په قبضه کښې دے.

 هغه وئيلي ترهه ګر نۀ خو دروژې دمقدس مياشتې احترام کوي، نۀ دمسجد حرمت اؤ نۀ هم دتراويح دلمنځ تقدس خيال ئې ساتلے، دا دردناکه پېښه دترهه ګرو دظلم اؤ  اسلام دشمنۍ ښکاره ثبوت دے.

دشهيد شوو اهلکارو دجنازې لمونځ پوليس لائن کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے.

 دلنډي کوتل تانې علاقه سلطان خيل کښې نامعلومو کسانو په ډزو سره پوليس کانسټيبل سفير خان اؤ دهغه معصوم زوې شهيدان کړيدي چې وروسته ئې جنازه دخېبر شاکس پوليس لائن کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي