نوښار، دغيرقانوني ميشته افغان مهاجرينو خلاف اپريشن، 108 افغانان ګرفتار
نوښار( وحدت خبريال) په ټول نوښار کښې په غيرقانوني توګه دميشته افغان کډوالو خلاف اپريشن شوے دے چې پکښې يو سل اتۀ افغان مهاجرين نيول شوي اؤ دهغوي خلاف مقدمې درج کړے شويدي.دافغان مهاجرينو خلاف په نوښار کښې اپريشن تيز کړے شوے دے. په نوښار کينټ کښې په دويمه ورځ اپريشن کښې ٤٤ افغان مهاجرين نيول شويدي. بلخوا دپوليسو وينا ده چې نوښار کښې دغيرقانوني ميشته افغان مهاجرينو خلاف اپريشن جاري دے، دغه خبره دپوليسو لخوا جاري شوي بيان کښې شوې ده ، دبيان ترمخه دنوښار کينټ تاڼې حدودو کښې په کلاتهـ مارکيټ کښې په پراخه پيمانه کارروائي شوې ده، بيان کښې ،ئيل شويدي چې داپريشن په دوران افغان وګړي نيول شوي، ددوي خلاف مقدمې درج کړے شوي اؤ تفتيش روان دے. دتفصيلاتو ترمخه دضلعي پوليس مشر احمد شاه په واضحه احکاماتو، ايس ډي پي او کينټ سرکل حفيظ يوسفزئي نيغ په نيغه نګرانۍ کښې په غيرقانوني توګه دميشته افغانانو خلاف اپريشن شوے دے، دکينټ تاڼې ايس ايچ او کاشف خان اؤ دپوليسو درنې نفرۍ په اپريشن کښې برخه اخستې ده. کلاتهـ مارکيټ نوښار داوږدې مودې راهسې دافغان تاجرانو يو لوئې مرکز پاتې شوے دے چرته چې په ټوله ضلع کښې ميشته افغانان دتجارت په غرض راځي، دپاکستان دحکومت لخوا څو کرته اعلانونه شويدي خو دې تاجرانو خپل کار روزګار نۀ بندولو، اوس دموجوده ملکي حالاتو په تنارر کښې غيرقانوني افغان امنيتي خطره جوړه شوې ده، ددوي خلاف ښکتنۍ کچې پورې داپريشن دائره کار پراخه کړے شوے دے. افغان وګړو ته واضحه کړے شوې ده چې اوس ددوي حېثيت غيرقانوني شوے دے، زر تر زره دې په باعزته توګه روان شي،همدا ددوي په حق کښې بهتره ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0