په ايران داسرائيلو اؤ امريکې مشترکه حملو کښې درهبر على اعلى اؤ اعلى ايراني قيادت پشمول د٢٠٠ؤ نه زيات ايرانيان شهيدان
تهران( بي بي سي، اے ايف پي، رائټرز) داسرائيلو اؤ امريکې لخوا په ايران مشترکه حمله کښې دايران درهبراعلى ايت الله خامنه اي اؤ نور اعلى قيادت پشمول د200ؤ نه زيات کسان شهيدان شويدي.
دايران دسرکاري ميډيا لخوا وئيل شويدي چې دايران رهبر اعلى ايت الله خامنه اي تيره ورځ دامريکې اؤ اسرائيلو په حملو کښې شهيد شوے دے.
درهبر اعلى شهادت دهغه په دفتر کښې شوے دے، درهبر اعلى په شهادت په ايران کښې داوو ورځو درخصتۍ اؤ څلويښتو ورځو دماتم اعلان شوے دے.
دايران سرکاري ميډيا تصديق کړے دے چې په حمله کښې درهبر اعلى لور، لمسۍ ، زوم اؤ اينګور هم شهيدان شويدي.
درهبر اعلى په شهادت په ايران کښې داوو ورځو درخصتۍ اؤ څلويښتو ورځو دماتم اعلان شوے دے.
دايسوسي ايټډ پريس ترمخه دايران سرکاري ټي وي وئيلي په ايران شوو حملو کښې دملک دوسله والو فوجونو چيف اف اسټاف عبدالرحيم موسوي اؤ ددفاع وزير جنرل عزيز ناصر زاده پحق رسيدلي دي.
دفرانسيسي خبري ادارې اے ايف پي ترمخه دايران دهرمزګان صوبې په ميناب ښار کښې داسرائيلو ديوې حملې په نتيجه کښې دجينکو يو سکول په نخښه کړے شوے دے چې له امله ئې کم از کم 85 زده کوونکې پحق رسيدلي اؤ 60 نورې ژوبل شويدي.
دميناب ګورنر محمد ردمهر وئيلي په شجرۀ طيبه سکول نيغ په نيغه حمله شوې ده اؤ ٥٣ زده کوونکې اوس هم دملبې لاندې ګيرې دي.
دګورنر ترمخه په سکول کښې امدادي اؤ دريسکيو کارروايۍ جاري دي، دښار مجموعي سيکورټي صورتحال په قابو کښې دے. دايران دسور صليب ټولنې وينا ده چې دايران په ٣١ؤ کښې ٢٠ؤ نه زياتې صوبې دخالي په ورځ دامريکې اؤ اسرائيلو دحملو له امله متاثره شويدي.
دايران سرکاري خبري ادارې ارنا وينا ده چې صدر ډاکټر مسعود پزشکيان محفوظ دے. دميډيايا رپورټونو ترمخه داسرايلو ددفاع وزير وئيلي اسرائيلو اؤ امريکې په ايران مشترکه حمله کړې ده، په حمله کښې امريکائي فضائيې هم برخه اخستې ده
دحملې نه پس په تهران کښې ددريوو چاؤدنو غږونه اوريدل شويدي. دايران په بوشهر هم داسرائيلو اؤ امريکې دحملو خبرونه ترلاسه شويدي، دحملونه پس ايراني نيوي هائي الرټ کړے شوې ده.
اخوا دايراني ميډيا وينا ده يونيورسټي اسټريټ اؤ جمهوري ايريا کښې ګڼ ميزائيلونه راپريوتي دي، قوم، خرام اباد، اصفهان کښې هم حملې شويدي، دمهراباد ائيرپورټ په نخښه کولو اطلاعات هم دي.
دذريعووينا ده ايراني سپريم ليډر ايت الله خامنه اي په تهران کښې نشته، هغه محفوظ مقام ته منتقل کړے شوے دے. ايران خپل فضائي حدودبند کړي اؤ عراق هم ائيرټريفک معطل کړے دے.
اخوا اسرائيلي چارواکو وئيلي دا دحملو وړومبۍ چپه ده، دويمه چپه هم متوقعې ده،حملو کښې اهم اهداف په نخښه کړے شويدي چې پکښې داطلاعاتو وزارت اؤ ايوان صدر هم شامل دي.
په ايران کښې دحملو نه پس په اسرائيلو کښې ايمرجنسي نافذ کړے شوې ده، سکولونه بند اؤ اولسي وګړو ته محفوظومقاماتو ته دمنتقل کيدووينا شوې ده. بلخوا ايران هم ددې حملې نه پس په اسرائيلو ديرش بيلسټک ميزائيلونه داغلي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0