پاکستان دجنوبي افريقې خلاف ون ډے سيريز په 1-2 سره وګټلو

Nov 8, 2025 - 21:06
 0  6
پاکستان  دجنوبي افريقې خلاف ون ډے سيريز په 1-2 سره وګټلو

  فيصل اباد( وحدت خبر)  پاکستان  جنوبي افريقې ته په دريم يو ورځني ميچ کښې  شکست ورکړے اؤ سيريز ئې  په 1-2 سره  ګټلے دے.  دفيصل اباد اقبال اسټيډيم کښې لوبول شوي ميچ کښې پاکستان دجنوبي افريقې د١٤٤ رنز هدف صرف ددريوو وکټو په نقصان  په ٢٦م اوور کښې  پوره کړے دے. محمد رضوان ٣٢ اؤ سلمان علي اغا  په پينځه رنز ناقابل شکست  پاتې شويدي، صائم ايوب  ديوې چکې اؤ يوولسو چوکو په مدد سره ٧٧ رنز  جوړ کړيدي، بابراعظم ٢٧ رنز جوړ کړيدي، فخرزمان بغير درن نه پويلين ته رخصت شوے دے. ددې نه وړاندې   دجنوبي افريقې ټيم ټاس ګټلے اؤ دوړومبي بيټنګ فيصله ئې کړې ده، دجنوبي افريقې ټول ټيم دپاکستاني باولرانو دښه بالنګ په وجه په ٣٧ اعشاريه پينځه اوورونو کښې صرف په ١٤٣ رنز اوټ شويدے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي