پاکستان کرکټ ټيم دټي ټوئنټي ورلډ کپ 2026م نه بهر شو
اسلام اباد( وحدت خبر) ائي سي سي مينز ټي ټوئنټي ورلډ کپ ٢٠٢٦م کښې دپاکستان کرکټ ټيم سيمي فائنل دزغل نه بهر شو، سپر ايټ مرحله کښې دسري لنکا خلاف اهم ميچ کښې پاکستان دسيمي فائنل دزغل نه بهر شوے دےو پاکستان ته دپه سيمي فائنل کښې دکواليفائي کولو لپاره سري لنکا ته پۀ ١٤٧ يا ددې نه هم په کم رنز اوټ کول وو. خو پاکستاني بولرانو سري لنکا په ١٤٧ رنز اوټ نۀ کړے شوه اؤ دغه شان ګرين شرټس دټي ټوئنټي ورلډ کپ ٢٠٢٦م نه بهر شو. پاکستان دوړومبي بيټنګ کولو په دوران سري لنکا ته د٢١٣ رنز هدف ورکړے ؤ، دهدف په تعاقب کښې دسري لنکا ټيم ٢٠٧ رنز جوړ کړيدي. پاکستان سري لنکا ته په ٥ رنز شکست خو ورکړے خو دسيمي فائنل دزغل نه بهر شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0