په ايران داسرائيلو اؤ امريکې مشترکه حمله،رهبر اعلى خامنه اي شهيد، دايران دانتقام اخستو عزم

Mar 1, 2026 - 16:40
 0  2
په ايران داسرائيلو اؤ امريکې مشترکه حمله،رهبر اعلى خامنه اي شهيد، دايران دانتقام اخستو عزم

تهران( ميډيا رپورټ) دايران دسرکاري ميډيا لخوا وئيل شويدي چې دايران رهبر اعلى ايت الله خامنه اي تيره ورځ دامريکې اؤ اسرائيلو په حملو کښې شهيد شوے دے، درهبر اعلى شهادت دهغه په دفتر کښې شوے دے، درهبر اعلى په شهادت په ايران کښې داوو ورځو درخصتۍ اؤ څلويښتو ورځو دماتم اعلان شوے دے.

  دايران سرکاري ميډيا تصديق کړے دے چې په حمله کښې درهبر اعلى لور، لمسۍ ، زوم اؤ اينګور هم شهيدان شويدي.

 درهبر اعلى په شهادت په ايران کښې داوو ورځو درخصتۍ اؤ څلويښتو ورځو دماتم اعلان شوے دے.

  دايسوسي ايټډ پريس ترمخه دايران  سرکاري ټي وي وئيلي  په ايران شوو حملو کښې دملک دوسله والو فوجونو چيف اف اسټاف عبدالرحيم موسوي اؤ ددفاع وزير  جنرل عزيز ناصر زاده پحق رسيدلي دي.

 دايران دپاسداران انقلاب وينا ده چې تباه کوونکې کارروائي به زر شروع شي، دايران دتاريخ ترټولو لويه تباه کوونکې کارروائي به زر شروع شي.

 دعرب ميډيا ترمخه ايران دوباره کارروائي کړې اؤ ددوبۍ انټرنيشنل ائيرپورټ ئې په نخښه کړے دے، دملې وروسته دائيرپورټ ټرمينل دريم کښې لوګي جمع شوي اؤ په فضاء کښې لوګي پورته کيږي، ددوبۍ ميډيا ترمخه په دې حمله کښې کم از کم څلور کسان ژوبل شوي دي.

دعرب ميډيا وينا ده ايران يوځل بيا په اسرائيلو هم حمله کړې ده اؤ اسرائيلو وئيلي هغوي په ايران بيا حملې شروع کړيدي.

بلخوا  دايران صدر مسعود پزشکيان تيره ورځ دامريکې اؤ اسرائيلو لخوا شوې حمله کښې  دايران درهبر اعلى ايت الله خامنه اي  دشهادت وروسته پخپل  بيان کښې وئيلي دي چې انتقام خپل جائز حق اؤ فرض ګڼو، دايران صدر وئيلي دي چې درهبر اعلى  دشهادت دانتقام اخستو دفرض ادا کولو به هر ممکن کوشش کوو، دۀ وئيلي دي چې   دايت الله خامنه اي شهادت دمسلمانانو خلاف دجنګ اعلان دے.

 اخوا  جنرل  احمد واحدي د پاسداران انقلاب نوے کمانډر مقرر کړے شوے دے.  روئټرز دبمشهري اخبار په حواله رپورټ ورکړے دے چې احمد واحدي دايران دپاسداران انقلاب نوے کمانډر انچيف مقرر کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي