دپاکستان لخوا دترهه ګرو خلاف لويه فضائي کارروائي،٨٠ ترهه ګر ووژل شول
دملک دننه داوسنيو ترهه ګرو حملو نه پس پاکستان دپولې پورې غاړه په افغانستان کښې دکالعدم تحریک طالبان پاکستان تي تي پي او دولت اسلامیه خراسان سره تړلې اووه خـــالـې ئې په نخښـــه كړيدي دبي بي سي اردو څانګې ترم ترمخه دعسكري سرچینو وینا ده چې تیره شپه دپاکستان له لوري په انتلي جنس بیسډ فضائي حملو
په دریوو صوبو ننگرهارپکتیکا او خوست کښې موجود دټي ټي پي اوره مرکزونه تباه کړے شويدي چې پکښې د ۸ؤ نه زیات ترهه گر وژل شويدي. داسلام آباد وينا ده چي ددوي لخوا د کلکو شواهدو په بنیاد کارروائي شوې ده . دپاکستان داطلاعاتو او نشریاتو وزارت له لوري جاري شوي بيان کښي وئيل شويدي چي په پاکستان کښې داوسنیو خودکش چاؤدنو دپېښو نه پس، چې پکښې داسلام آباد امام باره باجوړ او په بنو کښې يوه يوه حمله او دخالي په ورځ په بنو کښې يوه حمله شامل ده، دپاکستان سره کلک شواهد موجود دي چي دا دهشت ګردې کارروایی شدت خوښي په افغانستان کښي دموجودخپل قیادت او سرپرستو په وینا ترسره کوي . په عين حال کښې دافغان طالبانو خارجه وزارت دانوار په ورځ په کابل کښي دپاکستان سفیر طلب کرے او احتجاجي مراسله ئي ورته حواله کړې ده، دا حملي ئې دافغانستان دعلاقائی سالمیت ډاګیزه خلاف ورزي او پارونکے اقدام ګرځولے دے.
دخارجه دفتر دبیان ترمخه پاکستاني چارواکو ته په واضحه توگه وئيل شويدي چي دافغانستان دفضائي حدودو تحفظ داسلامي امارت شرعي ذمه واري ده او دداسي حملو دسنګینو نتیجو ذمه واري به په مخالف فریق لګيږي
. دافغان دفاع وزارت ترجمان عنایت الله خوارزمي په ایکس یو بیان کښي دپاکستان لخوا شوې فضائي حملي دافغانستان دقومي " خپلواکۍ خلاف ورزي ګرځولې او وئيلي ئې دي چې افغانستان دا عمل دبين الاقوامي قوانينو، ښه ګاونډيتوب داصولو اؤ اسلامي اقدارو ډاګيزه خلاف ورزي ګرځوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0