باجوړ، خار کښې دترهه ګرو حمله کښې دشهيد شوو څلور پوليس اهلکارو دجنازې لمونځ ادا

Feb 26, 2026 - 02:02
 0  3
باجوړ، خار کښې دترهه ګرو حمله کښې دشهيد شوو څلور پوليس اهلکارو دجنازې لمونځ ادا

پېښور( وحدت خبر)  په قبائيلي ضلع باجوړ کښې  وسله والو ترهه ګرو دابابيل پوليس فورس په ګشت پارټۍ  ډزې کړيدي  چې له امله ئې څلور  اهلکار شهيدان اؤ دوه ژوبل شويدي، دپوليسو ترمخه  دباجوړ تحصيل خار علاقې نوي کلي کښې دابابيل پوليس فورس په سکواډ نامعلومو ترهه ګرو ډزې کړيدي. دپوليس پارټي دروژه ماتي په وخت دمعمول مطابق په سيکورټي ګشت  موجوده وه، دايس ايچ او ګلزاده ترمخه نامعلومو  وسله والو  ډزې کړي چې پکښې څلور پوليس اهلکار شهيدان اؤ دوه ژوبل شويدي، ژوبل شوي اهلکار ډي ايچ کيو هسپتال خار ته منتقل کړے شويدي. دژوبل شوو اهلکارو حالت دخطرې نه بهر ښودل کيږي اؤ په علاقه کښې سرچ اپريشن روان دے. دشهيدانو جنازې پوليس لائنز باجوړ کښې ادا  کړے شويدي.  دشهيدانو  په جنازه کښې اعلى پوليس اؤ سول چارواکو شرکت وکړو، دپېښې ځائے ته دپوليسو درنه نفري رسيدلې اؤ په علاقه کښې سرچ اينډ سټرائيک اپريشن روان دے، دغه خبرې ډي پي او باجوړ محمد خالد کړيدي، هغه  وئيلي  دعوامو په حفاظت مامورو پوليس ځوانانو حمله کوونکي دهشت ګرد به خپل ځائے ته رسولے شي.

دوزيراعلى باجوړ کښې  په پوليس ځواکونو  دحملې غندنه

 دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په باجوړ کښې په ګشت مامورو پوليس اهلکارو باندې دترهه ګرو دحملې نوټس اخستے اؤ دپېښې ئې سخته غندنه کړې ده، وزيراعلى  دپوليس اهلکارو په شهادت  دافسوس اظهار کړے دے اؤ دائي جي پي نه ئې دپېښې رپورټ  طلب کړے دے،  وزيراعلى وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا پوليس ددهشت ګردۍ خلاف فرنټ لائن باندې ده، دپوليس اهلکارو قربانۍ ناقابل فراموش دي. حکومت دشهيدانو دکورنۍ سره  ولاړ دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي