سائنس دانانو دسمندر لاندې داتش فشا چاوديدو په اړه خبردارے ورکړو

May 3, 2025 - 00:38
May 3, 2025 - 15:10
 0  4
سائنس دانانو  دسمندر لاندې داتش فشا چاوديدو په اړه خبردارے ورکړو
سائنس دانانو  دسمندر لاندې داتش فشا چاوديدو په اړه خبردارے ورکړو

پېښور:   سائنس دانانو  دسمندر لاندې دموجودې اتش فشا دچاوديدو په اړه خبردارے  جاري کړے دے.

 دسائنس دانانو ترمخه دبحرالکاهل  شمال  مغرب ترټولو فعاله داوبو لاندې  اتش فشا يو ځل بيا دچاوديدو تياري کوي، خو ددې خبرې  چاته   معلومه نه ده چې  دغسې به کله کيږي.

 ديونيورسټي اف واشنګټن يو پروفيسر وليم ولکاک په يو بيان کښې وئيلي دي چې  دوخت سره  داتفش فشا دکچې دننه  دميګما ډکيدو په سبب دا پړسيدلې ده.

 هغه ويلي ځينو محققينو خيال وړاندې کړے چې  دپړسيدوحجم ددې دچاوديدو په اړه پيشګوئي کولے شي او که چرې  دغه خلک  سم وايي نو  دا خبره به  زړۀ راښکونکې وي ځکه چې دا اتش فشا دومره پړسيدلې ده لکه څومره چې  دتيرو دريوو ځلو چاوديدو نه وړاندې پړسيدلې وه، يعنې که چرې دا خيال سم وي نو دا اتش فشا کله هم چاوديدے شي.

دامريکائي رياست اوريګون  دساحل نه په سلګونو ميله لرې فاصله په بحرالکاهل کښې د٥٠٠ فټه په ژورتيا کښې موجود ايکسيئل سي ماونټ نومې دا اتش فشا په ١٩٩٨ء،٢٠١١ او ٢٠١٥م کې چاوديدلې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي