ادارو ته به په سياست کښې مداخلت بندول وي، محمودخان اچکزئي

May 4, 2025 - 16:26
 0  2
ادارو ته به په سياست کښې مداخلت بندول وي، محمودخان اچکزئي
Mehmood Khan Achakzai,speaking in a Public gathering in Swabi

 دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چئيرمين محمودخان اچکزئي وئيلي دي چې  دملک دترقۍ لپاره به ادارو ته په سياست کښې مداخلت بندول وي.

 په صوابۍ کښې اولسي جرګې ته په وينا کښې محمودخان اچکزئي ووئيل چې  په پاکستان کښې ترټولو لويه ترهه ګري دا ده چې په اتمه فرورۍ دټوپک په زور دخلقو نه  دووټ حق وتروړلے شو.

 دۀ ووئيل چې  دا حکومت چې څنګه راغلے، څوک پرې دپوهولو ضرورت نشته، ټول دې دائين دننه کار وکړي، دۀ ووئيل چې پارلمان  دملک سرچينه پکار ده.

 محمودخان اچکزئي ووئيل چې   داوبو په تقسيم کښې 50 فيصده  پنجاب، 38 فيصده  سندهـ،8 فيصده  خېبرپښتونخوا اؤ درې فيصده بلوچستان ته ورکولے شي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي دا تقسيم بيخي مسترد کوي

 محمودخان اچکزي ووئيل چې  وزيراعلي ته پکار دي چې په خېبرپښتونخوا کښې هم  دسيندونو نه نهرونه وباسي چې دغه شان زمونږ زمکې ابادې شي، مونږ غواړو چې پاکستان يوځائے وي  خو هغه به هله وي  چې ټولو ته برابر حقونه اؤ په وسائيلو خپل حق ترلاسه شي.

 دۀ ووئيل چې زمونږ صوبه په وسائيلو سمبال ده، مونږ ته دچا دخيرات ضرورت نشته، په خېبرپښتونخوا اؤ بلوړچستان کښې ددنيا ټول وسائيل موجود دي.

دۀ پوښتنه کړې ده چې دائي ايم ايف نه کومې قرضې اخستل کيږي، په هغې کښې خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان ته تر ننه څومره برخه ترلاسه شوې ده؟

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي