دپاکستان اؤ افغانستان خلق جنګ نۀ غواړي،ايمل ولي
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په سيوا شوي تاؤتريخوالي خپل پاليسي بيان کښې وئيلي دي چې موجوده صورتحال دکومې يوې ورځې يا واقعې نتيجه نۀ ده بلکې ددې جرړې دتيرو پنځوسو کلونو پاليسيو اؤ فيصلو کښې پيوست دي، په دې حالاتو پوهيدو لپاره دتاريخ دهاغو بابونو سنجيده مطالعه ضروري ده چې په دانسته توګه نظرانداز کړے شويدي، هغه ووئيل دڅلورو نسلونو نه د خدائي خدمتګار تحريک مشرانو اؤ پښتون قوم پرست قيادت رياست ته خبردارے ورکړے چې دتشدد اؤ مداخلت پاليسۍ به خطه دتباهۍ اړخ ته بوځي خو دا اوازونه مسلسل نظرانداز کړے شويدي، دۀ په ياده کړې چې باچاخان په واضحه لفظونو کښې وئيلي وو چې دافغانستان جنګ دعالمي ـطاقتونو جنګ دے، جهاد نۀ دے بلکې فساد دے. همدغه شان خان عبدالولي خان خبردارے ورکړے ؤ چې کۀ چرې دچا کور ته بارود وليږلے شي نو په بدل کښې به ئې ګلونه نۀ راځي خو هغه ته روسي ايجنټ ووئيلے شو. سينيټر ايمل ولي خان ووئيل اسفنديارولي خان دقومي اسمبلۍ په فلور اپيل کړے ؤ چې نوي نسل ته دې کارتوس اؤ کلاشنکوف نۀ بلکې قلم اؤ کتاب ورکړے شي خو هغه هم دالزامونو دسياست نخښه جوړ کړے شو. دۀ وئيلي مونږ چې کوم تخم کرلے و ، نن هم دهغې فصل ريبو، نفرت، شدت پسندۍ اؤ جنګي بيانيې پوره يو نسل متاثره کړے دے اؤ کۀ چرې دا اور بيا لمبه شو نو ددې په زد کښې به سرحدونه، قوميتونه اؤ رياستي سرحدونه هر څه راشي، دۀ وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان خلق جنګ نۀ غواړي، دا جنګ دسيمې دعوامو نۀ بلکې دعالمي طاقتونو دمسابقت نتيجه ده، هغه پوښتنه کې چې ايا په پاکستان اؤ افغانستان کښې قائم حکومتونه په حقيقي معنو کښې دعوامي مرضۍ نمائنده دي؟ هغه وئيلي ددې حکومتونو په جوړيدو کښې دعوامي رائې نه زيات دنورو قوتونو کردار ډاګيز پاتې شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0