کوهاټ کښې دپوليسو په ګاډي حمله،دډي ايس پي پشمول 4 اهلکار شهيدان

Feb 24, 2026 - 13:21
 0  2
کوهاټ کښې دپوليسو په ګاډي حمله،دډي ايس پي پشمول 4 اهلکار شهيدان

کوهاټ( وحدت خبر)  کوهاټ کښې دپوليسو په ګاډي حمله شوې ده چې له امله ئې دډي ايس پي پشمول څلور اهلکار شهيدان شويدي. دکوهاټ ډي پي او ترمخه خواؤشا علاقه کښې پۀ  شکره دره روډ دپوليسو موبائيل په نخښه کړے شوے دے چې په نتيجه :ښې ئې دلاچۍ دډي ايس پي پشمول  څلور اهلکار شهيدان شويدي، په شهيد شوو کښې انسپکټر انارګل، يو ګن مين، ريډر اؤ ډرائيور شامل دي،  څلور اهلکار ژوبل شوي هم دي چې هسپتال ته منتقل کړے شويدي،  په ابتدائي توګه درې اهلکار شهيدان شوي وو ، وروسته يواهلکار دعلاج په دوران ساه ورکړه  چې ورسره دشهيدانو شمير څلورو ته ورسيدو. دپوليسو ترمخه ترهه ګرو دحملې نه پس دپوليسو موبائيل ته اور اچولے دے اؤ تښتيدلي دي، دپوليسو درنه نفري علاقې ته رسيدلې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي