پېښور کښې ديوې کورنۍ شپږ تنه قتل

May 19, 2025 - 23:01
 0  1
پېښور کښې ديوې کورنۍ شپږ تنه قتل

)   دپېښور خواؤ  علاقې ارمړو کښې  ديوې کورنۍ شپږ تنه قتل کړے شويدي.

 دپوليسو وينا ده چې  ارمړو کښې  دمخالفينو لخوا دګاونډي په کور ډزې شويدي.

 دغه پېښه دخټکو پل  سره نزدې شوې ده ، پوليسو وئيلي په وژل شوو کښې درې زنانه هم شامل دي، پېښه کښې يوه زنانه ژوبل شوې هم ده چې دعلاج لپاره ليډي ريډنګ هسپتال ته وړل شوې ده.

 دپوليسو وينا ده چې  فريقين ګاونډيان دي اؤ په وژل شوو کسانو دمخالفه فريقې ديوې زنانه دقتلولو الزام ؤ، وسله وال  کسان دپېښې وروسته تښتيدلي دي چې دګرفتارۍ لپاره ئې   کوششونه روان دي.

 دارمړو تاڼې حدودو خټکو پل سره نزدې شوې دې پېښه  کښې دپوليسو ترمخه ملزمانو شمشاد اؤ منصور دمرشاد علي زامنو، چې دارمړ ميانه اوسيدونکي دي، په ډزو شپږ کسان وژلي چې پکښې  درې زنانه، حضرت امين، فضل امين شامل دي.

 بل لوري ته په ارمړو کښې دشوي قتل عام خلاف  دوژل شوو کسانو رشته دارو احتجاج کړے دے اؤ جميل چوک  اؤ روډ ئې دهرقسمه ټريفک لپاره  تړلے دے.

 پوليسو سره دمذاکراتو وروسته مظاهرينو احتجاج ختم کړے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي