په انسانانو سرمايه کاري زمونږ ترجيح ده، سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي دفيکلټي اف پيراميډيکل اينډ الائيډ سائنسز ګڼ منزله کمپليکس سنګ بنياد ايښودے دے، دا منصوبه په حيات اباد فيز فائيو کښې پۀ شپږ کناله زمکه تعمير کولے شي چې داندازې لګښت ئې دوه اعشاريه نهه ارپه روپۍ دے، په اوو منزلو اؤ دوه بيسمنټونو مشتمل دا ګڼ مقصده کمپليکس اداره جاتي استحکام اؤ داوږدمهاله مالي خودپائيدارۍ په نظر کښې نيولو ډيزائن کړے شوے دے چې مقصد ئې نه صرف دانتظامي ډهانچې جوړول دي بلکې دادارې لپاره د پائيداره امدن موقعې هم پيدا کول دي، دستورې ته په وينا کښې وزيراعلى محمد سهيل افريدي ووئيل چې دا منصوبه به پۀ بهرني فنډنګ دانحصار نه بغير دپائيداره امدن ذريعه جوړه شي اؤ دتعليمي سرګرميو موثره معاونت به وکړي، دۀ ووئيل چې دسرکاري ادارو دعمران خان دويژن مطارق دخودپائيدارۍ لوري ته پيش قدمي ښۀ خبره ده. وزيراعلى دفيکلټي له لوري دخپلې مرستې لاندې دمنصوبې اغاز يو دستائينې وړ اقدام وګرځولو اؤ وې وئيل چې نورو ادارو اؤ څانګو ته به هم په دې طرز دخودپائيدارۍ لاره اختيارول وي. وزيراعلى سهيل افريدي په دې موقعه واضحه کړه چې دموجوده صوبائي حکومت اولنۍ ترجيح په انسانانو سرمايه کاري ده اؤ دصحت، تعليم اؤ سماجي څانګو ته پام ګرځولې شي چې دغه شان عوامو ته دبهتره سهولتونو فراهمي يقيني کړے شي، په دې موقعه متعلقه چارواکو دمنصوبې داهمو خصوصياتو په اړه دبريفنګ ورکولو په دوران ووئيل چې مجوزه کمپليکس کښې به ايډمنسټريشن بلاک، ډين افس، د شعبه جاتو دمشرانو دفترونه، هيومن ريسورس، فنانس، تعليمي امور اؤ نورو متعلقه سهولتونه ديو چت لاندې دستياب وي. همدغه شان دصحت ادارو، تشخيصي ليبارټريز، اين جي اوز، بينکس، طبي سپلائيرز اؤ تربيتي ادارو لپاره شپږ رينټل فلورز تعمير کولے شي چې دغه شان دادارې لپاره مستقل مالي وسائيل په لاس راشي. منصوبه کښې جديد اډيو ويژول سهولتونو باندې سمبال سيمينار هال هم شامل دے چې دتعليمي کانفرنسونو، طبي ورکشاپونو اؤ پېشه وارانه دستورو ترسره کولو ترڅنګ به دبهرني بکنګ لپاره هم دستياب وي. کمپليکس کښې لفټس، پراخه پارکنګ، کيفے ټيريا، دبجلۍ بيک اپ، دمحفوظې رسايۍ نظام اؤ نور جديد سهولتونه فراهم کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0