تحريک انصاف احتجاجي اؤ انتشاري سياست نۀ کوي،سهيل افريدے

Feb 26, 2026 - 01:30
 0  3
تحريک انصاف احتجاجي اؤ انتشاري سياست نۀ کوي،سهيل افريدے

اسلام اباد( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې  تحريک انصاف احتجاجي اؤ انتشاري سياست نۀ کوي،سهيل افريدي ميډيا سره په خبرو کښې وئيلي دي چې  تحريک انصاف دائين اؤ قانون په دائره کښې دننه پرامنه احتجاج کوي، زمونږ دا ريکارډ دے چې تر ننه مو يوه ګمله هم نۀ ده ماته کړې،  وزيراعلى وئيلي دي چې  دعمران خان دصحت په حواله دپاکستان ٩٠ فيصده خلق دتشويش، غم اؤ غصې اظهار کوي،علاج دعمران خان ائيني، قانوني اؤ انساني حق دے کوم چې هغه ته نۀ ترلاسه  کيږي، دۀ وئيلي دي   چيف جسټس يحيى افريدي له روان يم، هغه ته وئيل غواړم چې زۀ هم افريدے يم، تۀ هم افريدے ئې،٢٥ کروړه عوام ګوري چې په دې ملک کښې څه روان دي،  وزيراعلى سهيل افريدي د چيف جسټس يحيى افريدي په مخاطب کولو سره ووئيل چې دروژې په حالت کښې دلته راغلے يم، زما چې  دکومې صوبې سره تعلق دے، دهغې سره ستاسو تعلق هم دے، دا دافريدو روايت دے چې کله  ورته څوک راشي نو هغه خالي لاسونه نۀ ليږي، وزيراعلى ووئيل نن زۀ ستا دروازې له  ودريږم اؤ اميد دے چې تاسو به دافريدو دروايت مطابق مونږ اؤ عمران خان  ته انصاف ورکوئ، وزيراعلى ووئيل چې  داسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس سره ملاقات ونۀ شو نو ځکه هغه نن اوپن کورټ کښې دچيف جسټس سره دخبرو کولو کوشش وکړو، دۀ شکايت وکړو چې دروژې په  حالت کښې روسټرم ته ورغلم اؤ چيف جسټس ته مې سلام وکړو خو هغه دسلام جواب هم رانۀ کړو. دۀ ووئيل مونږ ښودل غواړو چې پاکستان تحريک انصاف احتجاجي يا انتشاري سياست نۀ کوي، مونږ وئيل غواړو چې مونږ دټولو اپشنز استعمالولو نه پس پرامنه احتجاج کوو کوم چې زمونږ حق دے.سهيل افريدي ووئيل  دشوکت خانم هسپتال ډاکترانو نه مې دطبي معائنې درخواست جمع کړے خو درخواست ونۀ لګيدو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي