سوات، داے اين پي رهنما دملګري سره قتل

May 11, 2025 - 19:37
May 11, 2025 - 23:16
 0  1
سوات، داے اين پي رهنما دملګري سره قتل

 خېبرپښتونخوا په سوات ضلع کښې داے اين پي رهنما اؤ چئيرمين ويلج کونسل ننګولۍ فتح الله  دخپل ملګري سره نامعلومو کسانو وژلے دے.

 دمقامي ذريعو وينا ده چې دسوات تحصيل کبل علاقې بره بانډه کښې  دډزو دغه پېښه مخې ته راغلې ده.

 ذريعو وئيلي دي چې  فتح الله دنامعلومو کسانو په ډزو سخت ژوبل شوے چې نزدې هسپتال ته دعلاج لپاره رسول شوے خو هغه دزخمونو تاب نۀ دے راوړے اؤ ساه ئې ورکړې ده.

 فتح الله دخپل ملګري فرمان سره په ډزو ويشتل شوے اؤ وژل شوے دے. پوليسو  دپېښې تحقيقات شروع کړيدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي