ډي ائي خان کښې څلور ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار

Feb 24, 2026 - 01:06
 0  6
ډي ائي خان کښې څلور ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار

پينډۍ( وحدت خبر)   سيکورټي فورسز  ډي ائي خان کښې انټلي جنس بيسډ اپريشن کړے دے چې پکښې  څلور ترهه ګر وژل شوي دي، دائي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان ترمخه  اپريشن دفتنه الخوارجو سره دتعلق لرونکو خارجيانو دموجودګۍ په اطلاع شوے دے، دائي ايس پي ار ترمخه داپريشن په دوران فورسز دخارجيانو ځالې په موثره انداز کښې په نخښه کړي دي، دډزو دتبادلې وروسته څلور خارجيان وژل شويدي، بيان کښې وئيل شويدي چې دوژل شوو خارجيانو دقبضې نه وسله اؤ ګوله بارود هم ترلاسه شويدي،  وژل شوي عناصر  په علاقه کښې ګڼو ترهه ګرو کارروائيو کښې ککړ وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي