داسرائيلو دپاسداران انقلاب دنيول چيف کمانډر علي رضا تنګسيري دشهيدولو دعوى

Mar 27, 2026 - 00:19
 0  7
داسرائيلو دپاسداران انقلاب دنيول چيف کمانډر علي رضا تنګسيري دشهيدولو دعوى

اسرائيلي فوج  دايران د پاسداران انقلاب دبحريې دمشر علي رضا تنګسيري په فضائي حمله کښې دشهيد کولو دعوه کړى ده، څوک چې دابنائے هرمز دبندولو ذمه وار و.

دنړيالې خبري ادارې  ترمخه داسرائيلو ددفاع وزير اسرائيل کاټز وئيلي  علي رضا تنګسيري په ابنائے هرمز کښې د بارودي سرنګونو  خورولو اؤ دتجارتي جهازونو دتګ راتګ دمخنيوي پشان اقداماتو کښې نيغ په نيغه ککړ وو.

هغه وئيلي دا کارروائي دشپې شوې ده چې پکښې  علي رضا تنګسيري سره دايرانيې بحريې نور اعلى افسران هم وژل شويدي خو هغه دنورو افسرانو نومونه او شمير نۀ دے ښودلے.

تر دې مهاله  ايران دپاسداران انقلاب   دمهم مشر علي رضا تنګسيري دشهادت داسرائيلي دعوې په باضابطه توګه تصديق يا ترديد نۀ دے کړے.

اخوا داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو وئيلي علي رضا تنګسيري دابنائے هرمز بندولو کښې اهم کردار ادا کولو اؤ دهغه لاسونه دډيرو خلقو په وينو سرۀ وو.

هغه وئيلي دايراني پاسداران انقلاب دبحريې کمانډر علي رضاتنګسيري  وژنه، داسرائيلو اؤ امريکا ترمينځ دنزدې مرستې تازه مثال دے، دا کارروائيدامريکې سره دمشترکه جنګي اهدافو حصول لپاره شوې ده.

اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دامريکائي صدر دجنګ بندۍ دکوششونو باوجود دهمکي ورکړې ده چې اسرائيلي فوج به دايران  مختلف اهداف په پوره قوت سره په نخښه کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي