تيراه کښې درې خوارج ووژل شول
خېبر( وحدت خبر) سیکیورټي فورسز تيره ورځ د کره خفيه معلوماتو په بنياد د خيبر د تيراه اکاخېل سيمه کښې د زرمين ګل چوک په مقام انټيليجنس بېسډ آپرېشن (IBO) ترسره کړو۔ د اپرېشن په دوران د خوارجو سره سخته ډزې تبادله وشوه۔ د ډزو په نتيجه کښې درې خوارج ووژل شول۔ د وژل شوو امن دښمنانو پېژندګلو د خان عالم عرف رضوان، رفيق عرف حقيّار او حمزه په نومونو شوې ده۔ سیکیورټي فورسز وائي چې په سيمه کښې د نورو امن دښمنانو د موجودګۍ له امله د کليرنس آپرېشن لا هم جاري دے، او فورسز د ملک نه د ترهګرۍ د مکمل خاتمې لپاره کلک عزم لري۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0