امريکې ايران ته دپاکستان دلارې دامن ١٥نکاتي پلان وړاندې کړو
واشنګټن، اسلام اباد( ميډيا رپورټ) پلان چې د پاکستان له لارې ايران ته رسول شوے، ويل کېږي چې د ايران د بيلسټيک ميزائيلونو او ايټمي پروګرامونو ترڅنګ د هرمز تنګي اړوند موضوعات هم پکېښ شامل دي. امريکا ايران ته د 15 نکاتو دسولې يو پلان وړاندې کړے دے، چې موخه ئې په منځني ختيځ کښې روانه جګړه پای ته رسول دي، دا خبره د نيويارک ټايمز د راپور له مخې شوې ده چې د موضوع نه خبر دوو چارواکو ئې تاييد کړے دے. دغه پلان چې د پاکستان له لارې ايران ته رسول شوے، ويل کېږي چې د ايران د بيلسټيک ميزائيلونو او ايټمي پروګرامونو ترڅنګ د هرمز تنګي اړوند موضوعات هم پکېښ شامل دي. د N12 نيوز د راپور له مخې، چې درې باخبره سرچينې ئې حواله کړي، امريکا دا هم په پام کښې لري چې د يوې مياشتې لپاره اوربند اعلان کړي، چې په دې موده کښې به د موافقې په اړه خبرې اترې ترسره شي. په دې 15 نکاتي پلان کښې دا شرطونه هم شامل دي چې ايران به خپل ټول موجود ايټمي صلاحيتونه له منځه وړي، دا ژمنه به کوي چې د ايټمي وسلو د ترلاسه کولو هڅې به بندوي، او هغه غني شوی يورانيم به له ايران څخه بهر لېږل کېږي. د N12 له مخې، په دې وړانديز کښې دا هم غوښتل شوي چې ايراني حکومت به په سيمه کښې د خپلو ټولو ملاتړو ډلو مالي او پوځي ملاتړ بند کړي. د سرچينو په وينا، د هرمز تنګی به د يوې ازادې سمندري سيمې په توګه اعلان شي او د دې احتمالي تړون لاندې به پرانيستی پاتې کېږي. له دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ په اوول دفتر کښې خبريالانو ته ويلي وو چې د امريکا او ايران ترمنځ خبرې روانې دي او ايران “ډېر زيات” غواړي چې يو تړون وشي. هغه وويل: "مونږ له سمو خلکو سره خبرې کوو، او هغوی ډېر زيات غواړي چې تړون وکړي، تاسو تصور هم نشئ کولی چې څومره زيات غواړي." ټرمپ زياته کړه چې ايران لا دمخه منلې چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې به بندوي، او امريکا د خبرو اترو لپاره په “ښه موقف” کښې ده. هغه وويل: "اتومي وسلې به هېڅ نه وي. ايران په دې موافقه کړې ده. مونږ په ښه موقف کښې يو. مونږ له ټاکلي وخت نه مخکې روان يو، او هغوی سمندري ځواک، هوايي ځواک يا د توغنديو دفاع نه لري. د هغوی زياتره بريدونه مونږ له منځه وړي دي."
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0