په نيويارک ائيرپورټ دائيرکينيډا دمسافر طيارې اؤ ټرک ټکر، دوه پائيلټان مړۀ؛

Mar 23, 2026 - 16:37
 0  6
په نيويارک ائيرپورټ دائيرکينيډا دمسافر طيارې اؤ ټرک ټکر، دوه پائيلټان مړۀ؛

نيويارک(  ميډيا رپورټ) په نيويارک ائيرپورټ دائيرکينيډا دمسافر طيارې اؤ ټرک ټکر له امله  دوه پائيلټان مړۀ شويدي، دامريکې ښار نيويارک لاګارډيا ائيرپورټ کښې دمسافرو يوه طياره په رن وے دفائر ټرک سره ټکر شوې ده، پېښه کښې ګڼ کسان ژوبل شوي هم دي، چارواکو ائيرپورټ په عارضي توګه بندکړے دے. دخبري ادارې رائټرز ترمخه داتوار په شپه دنيويارک په لاګارډيا ائيرپورټ دا پېښه شوې ده. چارواکو وئيلي دي چې حادثه کښې پائيلټ اؤ معاون پائيلټ مړه شويدي.په مجموعي توګه يو څلويښت کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي، دوه ديرش دطبي امداد نه پس فارغ کړے شويدي، دځينو حالت تشويشناک ښودل کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي