امن لپاره په کاوشونو وزيراعظم اؤ ارمي چيف ته دايمل ولي مبارکي

Apr 8, 2026 - 14:45
 0  2
امن لپاره په کاوشونو وزيراعظم اؤ ارمي چيف ته دايمل ولي مبارکي

 پېښور( وحدت خپر) دعوامي نيشنل پارټۍ  مرکي صدر ايمل ولي خا دايرا اؤ امريکې ترمينځ ددوه هفتو دجنګ بندۍ هرکلے کړے اؤ دا ئې په سيمه کښې دتاؤتريخوالي د خاتمې اؤ اوږدمهاله امن لوري ته يو اهم پرمختګ ګرځولے دے، په ايکس خپل پيغام کښې سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې په سيمه کښې دامن قيام لپاره دپاکستان کوششونه دستائينې وړ دي اؤ په دې ټول صورتحال کښې دپاکستان کردار ډير مثبت، متوازن اؤ ذمه وارانه پاتې شو چې په سيمه کښې دامن دودې لپاره غوره پرمختګ دے. دۀ  دايران اؤ امريکې ترمينځ په تاؤتريخوالي کښې دپاکستان  دکردار ستائينه کړې اؤ وئيلي ئې چې پاکستان ثابت کړې ده چې کۀ چې مونږ په نيک نيتۍ سره کار وکړو نو اخري حد داسمانونو نه هم لوړ دے، دۀ  وزيراعظم شهبازشريف،نائب وزيراعظم اسحاق ډار اؤ فيلډ مارشل عاصم منير په سيمه کښې دامن لپاره  په شوو کاوشونو دوي ته مبارکي پيش کړې ده. دۀ وئيلي دي چې  اوس هم په دې نيک نيتۍ اؤ تُندۍ سره دملک دننه باالعموم  اؤ په خېبرپښتونخوا کښې باالخصوص دامن قيام اؤ معاشي ترقۍ لپاره سنجيده اقدامات پورته کول دوخت اهم ضرورت دے. يو مضبوط اؤ مستحکم پاکستان  په عالمي ورورولۍ کښې باوقاره مقام ترلاسه کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي