حکومت دبیټرولو نرخ فی لیټر 458 روبۍ وټاکلو
حکومت د پټرول په قيمت کښې 137.23 روپۍ زياتوالی راوست او نوې بيه ئې 458 روپۍ 41 پېسې وټاکله، په داسې حال کښې چې د ډیزل في ليټر قيمت 184.49 روپۍ زيات شو او نوې بيه ئې 520 روپۍ 35 پېسې مقرر کړه۔
د موټرسايکل سوارو لپاره به په پټرول 100 روپۍ سبسډي ورکولې شي، خو دا سبسډي به هره مياشت يواځې تر 20 ليټره پټرولو پورې محدوده وي۔
د پټروليم وزير علی پرویز ملک د پريس کانفرنس پر مهال وويل چې د جنګ له وجې په نړيوالو منډيو کښې د توانايۍ قيمتونو کښې سخت زياتوالی راغلی او ټوله نړۍ ئې اغېزمنه کړې ده۔
هغه وويل چې قوم ته دا وخت د اتحاد او نظم ډېره اړتيا ده، او حکومت چې کوم سخت او ذمه دارانه فيصلې کوي، بايد هغه په دې نظر وکتل شي چې د دې بحران په پيدا کولو کښې د حکومت هېڅ کردار نشته، خو دې صورتحال د حکومت د پائيداره پرمختګ لپاره اخيستي ګامونه اغېزمن کړي دي۔ دا مسئله د تېرو څو اوونيو راهيسې نوره هم خرابېدلې روانه ده۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0