عراق کښې فضائي حمله،7 عراقي اهلکار مړۀ
بغداد( ميډيا رپورت) دشورو په ورځ سيکورټي ذريعواؤ ددفاع وزارت وئيلي مغربي الانبار کښې ديو فوجي ميډيکل سنټر سره نزدې د عراقي شيعه پاپولر موبلائزيشن فورسز په يو مقام شوې فضائي حمله کښې اووۀ عراقي فوجيان وژل شوي اؤ ديارلس نور ژوبل شويدي. دوزارت ترمخه دا حمله دمقامي وخت له مخې سحر تقريباً نهه بجې شوې ده چې پکښې يو فوجي کلينک اؤ ددې سره نزدې واقع يو انجنئيرنګ يونټ په نخښه کړے شوے دے، امدادي ټيمونه دنورو ممکنه متاثرينو دلټون لپاره اوس هم دپېښې په ځائے کښې کار کوي. وزارت دا حمله دبين الاقوامي قوانينو اؤ اصولو ډاګيزه اؤ سنګينه خلاف ورزي ګرځولې ده، کوم چې په طبي مرکزونو اؤ عملې دحملو ممانعت کوي. دا ئې يو خطرناک تاؤتريخوالي کښې اضافه ګرځولې اؤ دذمه وارانو دجوابده ګرځولو غوښتنه ئې کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0