که ځمکنۍ عملیات ترسره شي، نو یو هم امریکايي او اسرائيلي سرتېری به ژوندی بېرته لاړ نه شي، د ایران پوځ

Apr 2, 2026 - 21:53
 0  6
که ځمکنۍ عملیات ترسره شي، نو یو هم امریکايي او اسرائيلي سرتېری به ژوندی بېرته لاړ نه شي، د ایران پوځ

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوړپوړي قومندان د احتمالي ځمکنۍ حملې د خطر په نظر کې نیولو سره پوځ ته سختې لارښوونې کړې دي.

د راپور له مخې، د ایران د پوځ د عملیاتو قومندان چیف امیر حاتمي په یوه لوړپوړي پوځي غونډه کې د وینا پر مهال عملیاتي قرارګاوو ته لارښوونه وکړه چې د دښمن پر خوځښتونو ډېر نږدې او دقیق نظر وساتي او هره شېبه له وضعیت څخه خبر واوسي.

هغه پوځي قومندانانو ته هم وویل چې د امریکا او اسراییل فعالیتونه په دوامداره توګه وڅاري، څو د هر ډول احتمالي ځمکنۍ حملې په صورت کې سمدستي او اغېزمن ځواب ورکړای شي.

ایراني قومندان په سختو ټکو کې وویل چې که دښمن د ځمکنۍ حملې هڅه وکړه، نو پرې به پیاوړی ځواب وشي او برید کوونکو ته به د بېرته تګ هېڅ فرصت ورنه کړل شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي