لکي مروت کښې دپوليسو په ګاډي بمي چاؤدنه، پينځه اهلکار ژوبل

Apr 7, 2026 - 14:39
 0  1
لکي مروت کښې  دپوليسو په ګاډي بمي چاؤدنه، پينځه اهلکار ژوبل

لکي مروت( وحدت خبر)  د تاڼه شهباز خېل د پوليسو پۀ  موبايل     د ګشت پۀ وخت دائي اي ډي چاودنه شوې چې پکښې  د اے اېس ائي پشمول پنځه پوليس اهلکار ژوبل شوي دي، پوليسو  دپېښې وروسته  د لټون عمليات پيل کړي دي۔ دتفصيلاتو ترمخه د تاڼه شهباز خېل پوليس موبايل د ګشت  پۀ وخت  پۀ  موټرسايکل کښې نصب  شويائي اي ډي  په ذريعه په نخښه شوے، چې په نتيجه کښې ئې د اے اېس ائي  پشمول پنځه پوليس اهلکار ژوبل شوي دي۔ ژوبل  اهلکار پۀ  سمدستي توګه  نزدې هسپتال ته منتقل کړل شوي، چرته چې هغوي  ته طبي امداد ورکول کېږي۔ د پېښې خبر تر لاسه کېدو سره سم، د ډسټرکټ پوليس افسر لکي مروت نزير خان د درنې پوليس نفرۍ، سي ټي ډي او بي ډي اېس ټيم سره د پېښې ځائے ته ورسېدو ۔ هغه د موقع تفصيلي جائزه واخيسته او اړوندو افسرانو ته ئې د هر اړخ نه د پلټنو کولو هدايات جاري کړل۔ ډي پي او نزير خان هدايت کړے چې په پېښه کښې ککړ کسان دې زر تر زره ونيول شي او منطقي انجام ته دې ورسول شي۔ په سيمه کښې سيکيورټي نوره هم سخته کړې شوې ده او د پوليسو پراخ سرچ عمليات جاري دي۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي