نيتن ياہو: امريکا مو د ايران جګړې ته نه ده راښکلې، ايران ډېر کمزورے شوے
د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نيتن ياہو ويلي دي چې اسراييلو امريکا د ايران سره جګړه کښې نه ده ښکېله کړې، او دا خبره ئې بې بنياده بللې ده.
هغه دا څرګندونې په خپل يو پيغام کښې وکړې، چې پکښې ئې وويل د شاوخوا شلو ورځو جګړې نه پس اوس ايران نه د يورينيمو د غني کولو توان لري او نه د بيلسټک ميزايلو جوړولو صلاحيت ئې پاتې دے.
نيتن ياہو دا هم وويل چې اسراييلو د ايران دغه صلاحيتونه تر ډېره حده تباه کړي دي او ايران به نور ونه شي کولژ خپل پلانونه عملي کړي. د هغه په وينا، ايران غوښتل چې په اسراييلو کښې زرګونه ودانۍ ونړوي، خو اوس برعکس تاوانونه په لبنان او خپله ايران کښې ليدل کېږي.
هغه دعوه وکړه چې ايران د خپل تاريخ په تر ټولو کمزوري حالت کښې دے، په داسې حال کښې چې اسرائيل تر بل هر وخت زيات قوي شوے دے.
نوموړي دا لوظ هم وکړو چې دوي به د منځني ختيز حالات بدل کړي.
د جګړې د مودې په اړه د پوښتنې په ځواب کښې هغه ووئيل چې دا جګړه به تر هغه وخته دوام کوي څو چې ضرورت وي. هغه زياته کړه چې دوي به په ګډه کار کوي او په ګډه به برے ترلاسه کوي.
نيتن ياہو د دې جګړې درې مهم هدفونه هم په ګوته کړل: د ايران ايټمي خطره ختمول، د بيلسټک ميزايلو خطره ختمول، او د ايراني اولس لپاره داسې حالات برابرول چې هغوي “ازادي” ترلاسه کړي.
په پاې کښې هغه يو ځل بيا دا تور رد کړو چې ګنې اسرائيلو امريکا دې جګړې ته راکاږلې ده، او ويې ويل چې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ خپلې فيصلې پخپله کوي او تل د خپل هېواد په ګټه عمل کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0