په ایران کې پر یو سپورټس هال د امریکا د توغندي برید کې ۲۱ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

Apr 2, 2026 - 21:49
 0  4
په ایران کې پر یو سپورټس هال د امریکا د توغندي برید کې ۲۱ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

په ایران کې پر یو سپورټس هال د امریکا د توغندي برید کې ۲۱ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د رسنیو راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې تنکي ځوانان هم شامل دي. د ایران حکومت دا برید غندلی او هغه یې «یو کرکجن جنګي جرم» بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې دا برید د فارس ولایت د لامرد ښار په یو سپورټس هال شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د امریکا نوي دقیق هدف ویشتونکي توغندي یو له خلکو ډک سپورټس هال په نښه کړ، چې پکې بې ګناه ځوانان موجود وو. د دې برید په پایله کې ۲۱ ځوان هلکان او نجونې ووژل شول.

نوموړي دا هم ویلي چې دغه توغندی له هدف څخه پورته چاودنه کوي او زرګونه مرګوني ټوټې (ټنګسټن ذرات) خپروي تر څو زیات انساني تلفات واړوي. بقایي امریکا تورنه کړې چې په قصدي ډول یې ملکي وګړي په نښه کړي او دا یې یو کرکجن جنګي جرم بللی دی.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي