امريکا ته اخلاقي، سفارتي او پوځي ماتې شوې ده، حافظ نعيم الرحمان
کراچۍ( وحدت خبر) امريکه–ايران د جګړې بندېدو په اړه د جماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعيم الرحمان مهم ويډيو بيان مخې ته راغلے دے۔ حافظ نعيم الرحمان په خپل بيان کښې ووييل چې په عارضي اوربند باندې د ايراني قوم عزم ته سلام وړاندې کوو، حکومت د دې اوربند په راوستو کښې مهم کردار ادا کړے او ټول پاکستاني قوم د مبارکۍ مستحق دے حافظ نعيم الرحمان وويل چې حکومت د خليج په سيمه کښې روانه کشېدګي نارمل کړې او لويه کاميابي ئې ترلاسه کړې ده۔ امريکه د اسرائيلو د ګوډاګي په توګه کار کوي او صهيوني قوتونه په ټوله نړۍ کښې امريکه استعمالوي۔ د نړۍ باضمير خلق د امريکائي دهشتګرۍ خلاف دي۔
امير جماعت اسلامي وويل چې د پاکستان کردار ډېر مهم شوے دے، پاکستان ته پکار ده چې د ټولو هېوادونو سره مضبوط تعلقات وساتي او باهمي تجارتي همکاري زياته کړي۔ د ايران سره د ګيس پايپ لاين کار دې پيل کړل شي۔ هغه زياته کړه چې د خليجي هېوادونو او ايران سره ازاد تجارت ضروري دے او د هېواد د ګيس او تېلو ضرورتونه دې پوره کړل شي۔ د پاکستان–سعودي عرب دفاعي معاهده کښې دې ترکيه او ايران هم شامل کړل شي او خليجي هېوادونه دې په خپله خوښه ورسره يو ځائے شي۔ هغه ووييل چې په دې وروستۍ جګړه کښې دا خبره روښانه شوه چې امريکه د خليجي هېوادونو حفاظت نشي کولے، په خليجي هېوادونو کښې امريکايي اډې د اسرائيلي ګټو د تحفظ لپاره دي۔ د انسانيت د ساتنې لپاره دې چين او روس هم شامل کړل شي او يو بلاک دې جوړ کړل شي۔ د اوربند باوجود په لبنان کښې د اسرائيلو کارروائۍ د غندنې وړ دي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0