صوبه کښې دترهه ګرو په ازادانه نقل وحرکت ولې خاموشي اختيارولے شي؟ايمل ولي

Apr 7, 2026 - 14:24
 0  3
صوبه کښې دترهه ګرو په ازادانه نقل وحرکت ولې خاموشي اختيارولے شي؟ايمل ولي

پېښور( وحدت خبر)  دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر ايمل ولي خان  داے اين پي سوات پخواين ضلعي صدر ايوب خان اشاړي په کور دشوې حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې دا حمله صرف په يو تن يا خاندان نۀ بلکې په هاغه سوچ حمله ده چې ملاکنډ ډويژن اؤ په خصوصي توګه په سوات کښې ددهشت ګردۍ خلاف په کلکه ولاړ دے، دايوب خان اشاړي اؤ دهغه دخاندان چې دامن لپاره کومې قربانۍ دي، هغه دچا نه پټ پناه نۀ دي، دۀ وئيلي دي چې دا خبره ډيره تشويشناکه ده چې څو ورځې وړاندې داے اين پي سوات ضلعي سينئر نائب صدر ممتاز علي خان دکور په نخښه کولو کوشش هم شوے ؤ، پرله پسې داسې پېښې ددې خبرې واضحه ثبوت دے چې  په يو منظم انداز کښې دعوامي نيشنل پارټۍ دکارکنانو اؤ قيادت دويرولوسازش روان دے، دۀ وئيلي دي چې مونږ واضحه کوو چې داسې حربې زمونږ حوصلې نۀ شي کمزورې کولے، ايمل ولي خان وئيلي دي چې په پښتونخوا کښې د امن وامان صورتحال ورځ په ورځ خرابيږي، دروزانه په بنياد ددهشت ګردۍ پېښې معمول جوړيږي، پرله پسې داسې پېښې دمرکزي اؤ صوبائي حکومتونو اؤ سيکورټي ادارو په کارکردګۍ سواليه نشان دے، افسوسناکه خبره دا چې دهرې پېښې نه پس په روايتي توګه الزامونه په افغانستان اچول کيږي خو سوال دا دے چې دصوبې دننه دهشت ګردو عناصرو په ازادانه نقل وحرکت خاموشي ولې اختيارولے شي، عوام په دې پوهيدل غواړي چې ايا دا نااهلي ده کۀ يوځل بيا دګډ اؤ بيډ تفريق ژوندے کولے شي، دۀ ووئيل په سيمه کښې دثالثۍ اؤ امن دعوې کونکو ته وړومبے پخپل کور کښې داور مړ کولو ضرورت دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي