دپاکستان کاميابه سفارتکاري،دايران اؤ امريکې دوه هفتو لپاره په جنګ بندۍ اتفاق

Apr 9, 2026 - 00:48
 0  2
دپاکستان کاميابه سفارتکاري،دايران اؤ امريکې دوه هفتو لپاره په جنګ بندۍ اتفاق

 

واشنګټن، تل ابيب، تهران، اسلام اباد( اے پي پي،  بي بي سي)   دامريکې صدر ډونلډ ترمپ  په سوشل ميډيا پليټ فارم ټروتهـ سوشل يو پوسټ کښې ليکلي، دپاکستان دوزيراعظم شهبازشريف اؤ فيلډ مارشل عاصم منير سره دشوو خبرو په بنياد زۀ ددوه هفتو  دمودې لپاره په ايران بمباري اؤ حملې معطل کووم، ډونلډ ټرمپ  وئيلي دي چې دپاکستان وزيراعظم اؤ فيلډ مارشل هغه ته درخواست کړے چې نن شپه په ايران حملې نۀ کوي، ددې شرط سره چې ايران دابنائے هرمز په فوري توګه  دپرانستو لپاره رضامند وي.  په ټروتهـ سوشل ټرمپ وئيلي  دجنګ معطل کيدو وجه دا ده چې مونږ دوړاندې نه ټول فوجي اهداف ترلاسه کړيدي اؤ دايران سره داوږدمهاله امن اؤ مشرق وسطي کښې  دامن په حواله په يوه حتمي معاهده مخ په وړاندې تللي يو. په پوسټ کښې ټرمپ ليکلي دي چې هغه ته دايران له لوري په لسو نکاتو مشتمل يو تجويز ترلاسه شوے دے اؤ دهغه خيال دے چې دا دمذاکراتو لپاره يو قابل عمل بنياد فراهم کوي. امريکائي صدر ليکلي دي چې دماضي  دتنازعاتو تقريباً په ټولو مختلفو نکاتو دامريکې اؤ ايران ترمينځ درائې اتفاق شوے دے، خو ددوه هفو دا موده به معاهدې ته په  حتمي شکل ورکولو اؤ دې ته عملي جامې اغوستو کښې مرسته وکړي.

ددې ترڅنګ په تنازعه کښې شريک ملک اسرائيل هم دامريکائي صدر  ټرمپ لخوا ددوه هفتو لاپره دحملو ودرولو دمشروطې فيصلې حمايت خو کړے خو دا ئې هم وئيلي چې  دجنګ بندۍ اطلاق به په لبنان نۀ کيږي. داسرائيلو لخوا جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې  اسرائيل ددې خبرې يقيني کولو لپاره دامريکې دکوششونو حمايت کوي چې ايران ب اوس  دامريکې، اسرائيلو اؤ دوي دعرب ګاونډيانو اؤ دنيا لپاره دجوهري، ميزائيل اؤ دهشت ګردۍ خطره جوړه نۀ شي، دبيان ترمخه امريکې اسرائيلو ته وئيلي دي چې  دمذاکراتو په دوران به  ددې مشترکه اهدافو دترلاسه کولو کوشش کولے شي.

بلخوا دايران لخوا دابنائے هرمز دوه هفتو لپاره دپرانستو باضابطه اعلان شوے دے،  دايران خارجه وزير عباس عراقچي  يو سرکاري بيان کښې وئيلي دي چې داسلامي جمهوريه ايران له لوري زۀ دخپلو معززو وروڼو  دپاکستان  وزيراعظم  شهبازشريف اؤ فيلډ مارشل عاصم منير دزړۀ دتل نه شکريه ادا کووم چې په سيمه کښې ئې دجنګ دخاتمې لپاره نۀ ستړي کيدونکي کوششونه وکړل. هغه ليکلي دي چې  وزيراعظم شهبازشريف پۀ ايکس پوسټ دورورولۍ درخواست وکړو اؤ امريکې  دپينځلس نکاتي تجويزونو سره دمذاکراتو درخواست وکړو، ددې سره سره دامريکې صدر دا اعلان هم وکړو چې هغوي دايران له لوري لس نکاتي تجويزونه دمذاکراتو په بنياد قبلوي. عباس عراقچي ليکلي ددې په نظر کښې نيولو سره دايران دسپريم نيشنل سيکورټي کونسل له لوري په باضابطه توګه اعلانم کووم چې کۀ چرې دايران خلاف حملې ودرول کيږي نو زمونږ وسله وال فوجونه به خپلې دفاعي کارروايۍ بندې کړي.

 بلخوا داے پي پي ترمخه  وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران او امرېكې پشمول د ټولو ډلو د اړخه په مينځني ختيز او خلېج كښې په سمدستي جنګ بندۍ د اتفاق هر كلے كولو سره د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو پلاويو له د شخړو ختمي او جامع حل لپاره اسلام آباد كښې نورو خبرو اترو كولو له بلنه وركړې ده ۔ د شورو په ورځ سحر  په ايكس :خپل تاريخ ساز پېغام د كوم چې ګردې نړۍ انتظار كولو كښې وزيراعظم ووئېل زه ډېر په عاجزۍ سره په دې اعلان كولو خوشحالي محسوسوم چې ايران او امرېكې د خپلو خپلو اتحاديانو سره په ګده سمدستي پۀ  جنګ بندۍ اتفاق كړے دے كوم  به چې د لبنان پشمول په هر ځائے نافذالعمل وي ۔ وزيراعظم ووئېل زه د دې دانش لرونكې اقدام د زړه نه هر كلي كولو سره د دواړو هېوادونو د مشرتابه مننه كوم۔ وزيراعظم د ايران او امرېكې پلاويو له په ١٠ اپرېل د جمعې په ورځ د ټولو شخړو خاتمي او جامع حل لپاره لا خبرو اترو له اسلام آباد ته د راتګ بلنه وركړې ده ۔ ده ووئېل ډلو د غېر معمولي بصيرت ٬ دانش او فهم و فراست څرګندونه كرې ده او د امن و استحكام ودې لپاره په غوره ډول پرله پسې په رابطه كښې پاتي شوي دي۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د اسلام آباد خبرو اترو د لارې به تل پاتي امن ممكن شي ۔ ده ووئېل مونږ په راروانو ورځو كښې په نړۍ نور زېري كول غواړو۔ د دې نه وراندې د شورو په شپه په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعظم په مينځني ختيز كښې د جنګ د خاتمې او امن لپاره د سفارتي هلو ځلو ګتوره ګرځېدو هيلې لرلو سره د صدر ټرمپ نه په مهلت كښې د دوو اوونيو د پراختيا ٬ ايران څخه دوو اوونيو لپاره د آبنائے هرمز پرانستلو او ټولو متحارب ډلو څخه د دوو اوونيو د جنګ بندۍ درخواست كړے ؤ۔ ده د خپل پېغام د لارې نړۍ خبر كرې وه چې په مينځني ختيز كښې د روان جنګ امناكه حل لپاره سفارتي هلې ځلې پرله پسې ٬ قوي او په موثر ډول مخ په وړاندې روانې دي او د دوي زر كوټلو نتائج ته د رسېدو امكانات موجود دي۔ ۔ وزيراعظم د سفارت كارۍ كاميابۍ لپاره د امرېكې صدر ټرمپ ته خواست كړے ؤ چې هغه په مهلت كښې د دوو اوونيو پراختيا وكړي۔ ده ايران ته هم خواست كړے ؤ چې د خېر سګالۍ جذبې تر مخه آبنائے هر مز دوو اوونيو لپاره بېرته كړي ۔ ده ووئېل مونږ په ټولو متحارب ډلو زور راوړو چې هغوي په هر ځائے تر دوو اوونيو جنګ بندي وكړي ٬ دغسې جې د سفارتي هڅو تر جنګ د خاتمې رسېدو له موقع تر لاسه شي كومې چې منطقه كښې د تل پاتي امن او استحكام په ګته دي۔ وزيراعظم د دې اعلان نه پس مينځني هتيز كښې د جنګ اودرېدو امكان پېدا شوے ؤ او د ګردې نړۍ سترګې د اعلان ته مائل وې۔

بلخوا

  وزيراعظم محمد شهباز شريف عارضي جنګ بندي د تاريخ لويه كاميابي ګرځولو سره هيله څرګنده كړي چې اسلام آباد خبرو اترو سره به د جنګ لمبې عمر له مړي شي،د ايران او امريکې د مشر تابه مننه كوم چا چې جنګ بندۍ او امن لپاره زمونږ خواست قبول كړو، په سفارتي ډګر کاميابۍ د سياسي وعسکري قيادت په يو والي او په زړھ پوري محنت سره ممکن شوې۔لوي څښتن په سفارتي محاذ لويه کاميابي راكړي،د ورور ورور سره او د يو خدائے ،يو رسول او يو قرآن مننونكي خپلو كښې جنګيدو لپاره كورني او بهرني سازشونه ناكامه شول، نن پاکستان بدل شوے،ټوله نړۍ نن پاكستان ستائي، مونږ د ډېرې ګرانۍ لاره نيولي ٬ دا څه معمولي خبره نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي کابينې غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ په يو داسې موقع راجمع شوې يو چې پاکستان له لويې څښتن ډېر عزت وركړے٬ كه مونږ ټول عمر دې لپاره هلي ځلي كړې وي نو بيا هم د لوي څښتن د مرضۍ نه غير دا كاميابي نه شوه ترلاسه كيدې٬ په دې كښې د ټولو اجتماعي هڅي شاملي دي،د پاکستان 24 کروړه اولس لوي څښتن بريالې كړو ، ده ووئېل د جنګ لمبې نه يواځې منطقه بلكه ټوله نړۍ كښې خپريدلې ٬ د چنګ يوه مياشت شوې اوس د دې جنګ لمبې دوه اوونۍ لپاره مړي شوې،انشاءاللہ دا به عمر له مړې شي،د پارټنرشپ، خلوص او نيك نيت په دې يوه نكته سياسي وعسکري قيادت يو شوي او دغسې به وي۔وزيراعظم ووئيل د جنګ په مهال د ورور ورور سره د جنګولو هڅه شوي ٬ د يو خدائے ،يو رسول او يو کتاب مننونكي خپلو كښې د جنګولو هڅي شوي خو كورني او بهرني سازشونه ناکامه شول ۔وزيراعظم ووئيل كوم عزت و تکريم چې پاکستان ته ترلاسه شوې دا په پيړيو لوي څښتن چا له وركوي ٬ دا د هېواد په تاريخ كښې يو روښانه وخت دے،ټوکيو نه تر لندن او کاسابلانکا نه تر کوالالمپور وګړي او ميډيا د پاكستان ذكر كوي۔وزيراعظم ووئيل تيره يوه مياشت كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د هغه ډلي شپه ورځ محنت کړے او دې سره سره فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم د امريکې او ايران قيادت سره په رابطه كښې ؤ ٬ په دې هغوي ټولو ته پيرزوئنې وړاندې كوم، ده ووئېل امن لپاره هڅي يو داسې عكس او قصه ده كه د كتاب په شكل كښې راوړلې شي نو راروانو نسلونو لپاره به يو لوئي سبق وي چې څه ډول د مايوسۍ په حالت كښې هم مايوسه شوې نه يو بلکه د لوي څښتن څخه مو مرسته غوښتله ۔وزيراعظم ووئيل د ايران او امريکې قيادت مننه كوم چا چې زما خواست قبول كړو او د امن په خاطر يې د پاکستان سنجيدګي او خلوص قبول كړو ، د ايران صدر مسعود پزشکيان او امريکې صدر ډونلډ ټرمپ مننه كوم چا چې دوو اوونو لپاره جنګ بندۍ ته اتفاق وكړو ، ده ووئېل د سعودي عرب ،قطر، اومان ، کويت ، ترکيې، انډونيزيا مصر، آذربائجان ، متحدہ عرب امارات او زمونږ د عظيم ملګري چين مننه كوم چا چې امن هڅو كښې د پاکستان ملګرتيا وكړه ۔وزيراعظم ووئيل د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزادہ محمد بن سلمان سره زما ټيلفوني خبري شوي او انډسټريل کمپليکس او جبيل كښې په پيټرو کيميکل انډسټريز په بريد د افسوس څركندونه شوې او هغه ته مو وئيلي دي چې د پاکستان ټول قام ،قيادت او حکومت ستاسو سره ولاړ دے او چري به هم مايوسه نه شي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې پاکستان او سعودي عرب دوه وروڼه او يوه كورنۍ ده۔وزيراعظم ووئيل د هېواد سياسي او عسكري قيادت چې كوم کوآرډينېشن او رابطه دا وخت لري ما پخپل 40 كلنه سياسي کيريئر كښې نه وه ليدلي،دې لپاره فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پيرزوئنې وړاندې كوم ٬ هغه نه يواځې د مئي 2025 جنګ اتل دے بلکه نن هم هغه د سياسي قيادت سره اوږه په اوږه شپه ورځ هڅي كوي۔وزيراعظم ووئيل جنګ په وختي توګه ځنډولې شوې او دا د جنګ بندۍ وړومبے اقدام دے خو زمونږ منزل پائيدار او د اوږدې مودې امن او پرمختګ او سوكالي ده،زما په بلنه د امريکې او ايران پلاوي پاكستان ته راځي دغه خبري اتري دې لوي څښتن كاميابي كړي۔ وزيراعظم ووئيل چيلنج يوه موقع هم وي څه ډول چې مونږ د ګرانۍ لاره نيولي دا څه معمولي خبره نه وه، زمونږ ګانډي هېواد كښې پټرول لپاره قطارونه جوړ شوې وو او راشننګ پېل شوے ؤ خو مونږ د پټروليم مصنوعات بيعي وړومبۍ اوونۍ كښې يو ليټر 55 روپۍ زياتې كړې خو بيا 129اربه روپۍ د سبسډي په لړ كښې وفاقي حکومت برداشت کړې۔وزيراعظم بحراني صورتحال كښې بشپړ معاونت او په لارښودنه د صدر مملکت آصف علي زرداري هم مننه وكړه۔ وزير اعظم ووئيل زه د خپل قائد مياں محمد نواز شريف صاحب هم مننه كوم چا چې هر وخت زمونږ لارښودنه كړي۔وزيراعظم د وفاقي وزيرانو ،څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعليٰ وزيرانو ،وزيراعظم آزاد جموں وکشمير ،خاص مرستيالو ،صلاحكارو ، اتحادي ګوندونو مشرانو او اعليٰ سرکاري افسرانو د مرستي هم مننه وكړه۔ده ووئيل دا کاميابي د عام وګړي ، کروندګرو ، خواري كښو ،دکاندارانو،سياستمدارو،كونډو ،يتيمانو او د سرکاري افسرانو پشمول د ټول قام کاميابي ده۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي